ارزګان کې د يوازينۍ ښځينه ښوونځي ښوونکو دندې پريښي دي

اطلاعات روز: ملالۍ لېسه چې په ارزګان کې يوازينۍ ښځينه عالي ليسه ده چې له تيرو دوه ورځو راهیسې يې ښوونکو دندې خوشې کړي او کاري اعتصاب يې کړی دی.

د يادې ښوونځي مديرې استاد مهتاب نن (سه‌شنبه، ۱۸ د لړم) اطلاعات روز ته وويل، شاوخوا ۵ مياشتې کيږي چې د ياد ښوونځي ښوونکو ته معاشونه نه دي ورکول شوي چې له امله يې ښوونکي اړ شول ترڅو د اقتصادي ستونزو له امله کاري بنديز وکړي.

هغې وويل د ښوونکو د معاشونو ياده ستونزه يې د ارزګان د پوهنې رياست له چارواکو سره هم شريکه کړې ده خو هغوی يې د ښوونکو د معاشونو په ورکولو بريالي شوي نه دي.

مهتاب وايي که وضعيت دغه ډول دوام وکړي په ارزګان کې به يوازينۍ د انجونو دغه عالي ليسه سقوط شي.

د ښوونځی دغې مديرې وويل له تيرو دوو ورځو راهیسې د يادې ليسې ۲۳ تنو ښوونکو کاري اعتصاب کړی دی چې له امله يې ۸۰۰ تر شپږم ټولګي کښته زده کوونکي له زده کړو څخه بې برخې شوي دي.

هغې وويل: «زموږ ښوونکي د معاشونو ستونزه لري، ۵ مياشتې کيږي چې زموږ ښوونکو معاشونه نه دی ترلاسه کړي. د زياتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دغه دوې ورځې کيږي چې زموږ ۲۳ تنو ښځينه ښوونکي دندو ته نه راځي، وايي چې زموږ معاشونه باید راکړي په دغه ليسه کې تر شپږم ټولګي پورې انجونې د زده کړو اجازه ورکول شوې ده چې د ښوونکو د کاري اعتصاب له امله اوس ۸۰۰ زده کوونکي له زده کړو څخه بې برخې شوي دي. ما دلته په حاضري کې غيري حاضري هم کړې خو هيڅ ګټه نه کوي ځکه دوی معاش نه لري.»

د يادې ښوونځي مديرې استاد مهتاب وایي، که وضعيت دغه ډول دوام وکړي په ارزګان کې به يوازينۍ د انجونو دغه عالي ليسه سقوط شي.

په ورته مهال هغه ښځينه زده کوونکي کې چې په ياده ليسه کې زده کړې کوي، وايي له تيرو دوه ورځو راهیسې ښوونځي ته د زده کړې په موخه راځي خو ښوونکي يې دندو ته نه دي حاضرې شوي چې له امله يې د دوی زده کړې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.

دغه زده کوونکي له حکومت څخه غواړي چې د ښوونکو ستونزې يې حل کړي ترڅو دوی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

په اړه يې يوه زده کوونکي وايي: «موږ چې دلته مکتب ته راشو ټوله ورځ په دهليزونو کې سره ګرځو استادانې مو نسته موږ د زده کړي سره مینه لرو خو اوس ټول ورځ همدغسې ناستې يو، ټوله شپه ما خوب نه دی کړی ما وويل که زموږ مکتب بند شي موږ به څه کوو د طالبانو څخه هیله کومه چې زموږ ښوونکو ته معاشونه ورکړي ترڅو هغوی راشي موږ ته زده کړې راکړي د طالبانو باچاهي ده سخته ارمان راته دريږي چې زموږ مکتب بنديږي.»

دغه زده کوونکي له حکومت څخه غواړي چې د ښوونکو ستونزې يې حل کړي ترڅو دوی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د ارزګان د پوهني رياست مسوولين هم مني چې ښوونکو ته د هغوی معاشونه نه دي ورکول شوي.

د ارزګان د پوهنې رياست مرستيال مولوي مرحبا وايي، د ښوونکو د معاشونو استحقاقونه يې د ارزګان مستوفيت رياست ته رسولي دي او په ډيرو نږدې ورځو کې به ټولو ښوونکو ته معاشونه اجرا شي.

هغه له ښوونکو غوښتنه وکړه چې خپلو دندو ته راوګرځي.

مولوي مرحبا وايي: «پرون دغه پيښه شوې وه هغه استادان تللي ول چې زموږ معاشان نه دي راکول شوي، موږ د ښوونځي ملازم ته وويل چې د ښوونکو استحقاقونه راوړي ټول معاشونه اجراکيږي اوس د معاشونو موضوع مستوفيت ته رسيدلې ده هغه هم په کار بوخت دی چې معاشونه ورته ورکړي موږ د ښوونکو څخه غواړو چې خپلو درسونو ته ادامه ورکړي تشویش دي نه کوي انشاالله معاشونه يې اجرا کيږي.»

د ارزګان د پوهنې رياست مرستيال مولوي مرحبا وايي، د ښوونکو د معاشونو استحقاقونه يې د ارزګان مستوفيت رياست ته رسولي دي او په ډيرو نږدې ورځو کې به ټولو ښوونکو ته معاشونه اجرا شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندي د ارزګان په ګاونډې ولايت کندهار کې هم د ښوونځيو ښوونکو کاري اعتصاب اعلان کړی او ټینګار يې کوو، ترهغو به دندو ته راونه ګرځي ترڅو چې معاشونه ورته اجرا نه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه