که د فساد مخه ونه نيول شي، نړيوالې مرستې به د تېر په څېر حيف و ميل شي

خلک:

خلک د افغانستان په اړه د جنيوا نړيوال کنفرانس او له دې هېواد سره د نړيوالې ټولنې د اوږدمهالې ملګرتيا په دوام خوښ دي، خو ټينګار يې دا دی چې که افغان دولت د فساد د مخنيوي پر وړاندې اغېزمن ګامونه وا نه خلي، شوې مرستې به د تېر په څېر حيف و ميل شي.

د پکتيا اوسېدونکي د نړيوالو مرستو په اړه تېرو تجربو او په هېواد کې روان پراخ مالي فساد ته په کتو اندېښمن دي او وايي چې يادې پيسې بايد د مطلوبو ګټو لرونکو اقتصادي پروژو کې په سم ډول ولګيږي.

ليکوال او شنونکی اميد دلاور وايي، له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې او بېلابېلو بنسټونو له ګڼو مرستو سربېره لا هم د دې هېواد له نيمايي زيات خلک په بېوزلي کې ژوند کوي، چې په خبره يې لوی لامل يې په دولتي سيسټم کې پراخ فساد دی.

دلاور وويل: «که د فساد مخه ونه نيول شي، دا مرستې به هم چندان ګټورې نه وي، فقط په شمار د ځينو کسانو لخوا به ورته مختلفې حيلې و بهانې جوړې شي او خپل کاروبارونه به پرې جوړ کړي.»

مدني فعال سيدالله خاورين نيوکه کوي چې دولت د فساد پر وړاندې په مبارزه او کمولو کې پاتې راغلی او اوسمهال د روان کم ساري فساد له امله له دولت سره د خلکو واټن ډېر زيات شوی دی.

خاورين وايي: «لوړ پوړي دولتي چارواکي په فساد کې لګيا دي، د ارګ له ځينو لوړ رتبه کسانو نيولې تر ډېری وزيرانو، واليانو او نورو پورې خپله فساد کوي. ولسمشر د دې کسانو له خوا انحصار دی او فکر نه کوم له واقعي حالت څخه خبر وي، چې دا د تاریخي شرم خبره ده.»

د پکتيا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد نجيب الله توتاخېل وايي، چې که مخکې يا له شته فرصتونو په استفادې عايداتي ادارې اصلاح او عايدات سم راټول شي، افغانستان به د نورو مرستو ته اړ نشي.

توتاخېل وويل: «که يوازې زموږ ګمرکات ټول هم نه، اتيا فيصده سم راټول شي او منابع کنټرول شی، موږ به د خپلو زېربناوو او پايدارو اقتصادي پروژو د پيلولو او تحکيم جوګه يو او په تدريجي ډول به اقتصادي بساينې ته ورسيږو.»

د پکتيا ولايتي شورا هم پر ځينو دولتي پروسو او تګلارو بيا کتنه اړينه بولي او وايي چې دولت بايد د شته لويو فسادونو په مخنيوي کې د قناعت وړ اصلاحات راولي.

د يادې شورا مشر عبدالمالک ځاځی وايي: «په مرکز کې ځينې ادارې له تشکيلاتي پلوه بې ځايه پړسېدلې دي، ځينې کسان له ډېرو فسادونو پړسېدلي او پروسې او پروژې په خپله نفع څرخوي. دا سمه ده چې د جنيوا کنفرانس مديريت بريالی و، خو تر هغه اوس مهمه دا ده چې د نړيوالو شوی باور څنګه ساتل کيږي، بايد د افغانانو له تمې سره سم دا پيسې سمې مصرف او په افغانستان کې د روان فساد مخه ونيول شي.»

خو دولت وايي، چې له فساد سره مبارزې ته ژمنتيا لري او د همدې موخې لپاره يې له يادې ناوړه پديدي سره د ګټورې مبارزې لپاره تازه يو نوی کميسیون په دنده ګمارلی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صديق صديقي وويل چې په ولايتي او مرکزي کچه د تداکارتو کميسيونونه، د فساد ضد او روڼتيا ادارې رامنځته کړې، چې د فساد د مخنيوي په برخه کې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم په کلني ډول د هېواد په عايداتي ادارو کې لسګونه ميلياره افغانۍ فساد کيږي او د شمېرو له مخې د دې هېواد اوسېدونکي د خپلو قانوني اداري چارو تر سره کولو لپاره سلګونه ميليونه افغانۍ مالي فساد ورکولو ته اړ کيږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه