پکتيا کې د ځمکې په سر شخړه کې هغه ځوان وژل شوی، چې سبا يې د واده مراسم و

اطلاعات روز: د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې هغه ځوان چې پر سبا یې د واده مراسم ول، د ځمکې پر سر شخړې له امله وژل شوی دی.

تېره ورځ مازديګر (دوشنبه، ۱۷ د لړم) مهال د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند «ستيا» کلي کې د ځمکې په سر د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې هغه ځوان وژل شوی چې سبا ورځ يې د واده مراسم ترسره کېدل او په خپلې خوښۍ کې يې د ګډون لپاره خپلوانو او نږدې ملګرو ته د بلنې کارتونه هم ورلېږلي و.

د ستيا کلي اوسېدونکي محمد الدين ستياوال اطلاعات روز ته وويل، چې پېښه مازديګر مهال د حاجي ګل او جنت خان د کورنيو ترمنځ په يوه ټوټه ځمکه شخړه شوې، چې په کې د جنت خان زوی «محمد الرحمان» وژل شوی دی.

په همدې حال کې بيا د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رییس خالقيار احمدزی وايي، شخړه کې يو کس وژل شوی او بل ټپي دی، هغه زياتوي، چې امنیتي کسانو د شخړې له ښکېلو غاړو ۸ کسان هم نيولي دي.

پکتيا د هيواد له هغو ولايتونو ګڼل کيږي، چې ډیری وخت د ځمکې په سر رامنځته کېدونکې ستونزې په شخړو او مرګ ژوبلې تمامې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه