فضلي د کرکټ نړیوالې شورا ته: د طالبانو حکومت کرکټ بورډ اداره کې هېڅ لاسوهنه نه‌کوي

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي د کرکټ نړیوالې شورا له مشر ګریګ بارکلې سره لیدنه کې نوموړي ته ډاډ ورکړی چې د طالبانو نوی حکومت به د دې هېواد کرکټ بورډ اداره کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، دغه لیدنه چې پرون (یکشنبه، ۱۶ د لړم) په متحده عربي اماراتو کې شوې چې د دې بورډ مشر عزیزالله فضلي د کرکټ نړیوالې شورا مشر ته هېواد کې د کرکټ روان وضعیت په اړه بشپړ مالومات ورکړي دي.

کرکټ بورډ لیکلي: «ښاغلي فضلي همدارنګه ښاغلي بارکلې ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان اوسنی حکومت د افغانستان کرکټ بورډ پوره ملاتړ کوي او د یادې ادارې په چارو کې به هیڅ ډول لاسوهنه نه کیږي.»

د کرکټ بورډ په وینا چې ښاغلي بارکلې د افغانستان د کرکټ بورډ د کړنو او فعالیتونو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د کرکټ نړیواله شورا به د افغانستان د کرکټ بورډ پوره ملاتړ کوي.

کرکټ بورډ ویلي: «د دغې ناستې په پایله کې د کرکټ نړیوالې شورا مشر ګریګ بارکلې د افغانستان کرکټ بورډ د مشر ښاغلي عزیز الله فضلي هلې ځلې ستایلې دي او هم یې د افغانستان کرکټ بورډ د کړنو او فعالیتونو ستاینه کړې ده. نوموړي همدارنګه د خپلو خبرو په دوام کې ویلي چې د کرکټ نړیواله شورا د افغانستان کرکټ بورډ پوره ملاتړ کوي.»

د بورډ په وینا، ښاغلی فضلي به د روانې نومبر میاشتې په ۱۳مه او ۱۶مه نېټه د کرکټ نړیوالې شورا د بورډ له غړو او یو شمېر کمېټو سره هم د افغانستان د کرکټ په تړاو ناستې ولري.

دغه راز د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي د نيوزیلیند د کرکټ بورډ له اجراییوي رییس ډیویډ وایټ سره هم لیدلي دي. ښاغلي فضلي له ښاغلي وایټ سره د لیدنې په ترڅ کې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوه اړخیزو سیالیو په اړه خبرې کړې دي چې دواړو لوریو په نږدې راتلونکي کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیالیو د یوې لوبلړۍ د ترسره کېدو ژمنه هم کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه