اطلاعات روز: یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم او غږ یې خپور شي اطلاعات روز ته وویل، په ارزګان کې يو شمېر نظامي تجهیزات او نور مهمات د کباړ په ډول پلورل کېږي.
دغه سرچينه زیاتوي، د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د ملي اردو يو کنډک چې په کې مهمات هم موجود وو، کباړ شوی دی.
د سرچینې په خبره، د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې هم له ګڼ شمېر نظامي ځايونو څخه تجهیزات د کباړ په ډول پلورل شوي دي.
دغه سرچینه وايي د مهماتو په کباړکولو د طالبانو مشران ناخبره دي او له مشرانو څخه په پټه يو شمير نظامي تجهیزات پلورل شوي دي.
هغه وایي: «زه دارزګان په مرکز ترينکوټ څلورمې پلې ليوا کې دنده لرم. زه هره ورځ په خپلو سترګو وینمه چې په دولتي موټرو کي طالبان راځي چي ځینې یې زموږ ملګري هم دي، شیان باسي او په ښار کې یې پلوري او دا کار په غلا کوي مشران نه دي خبر موږ چې لومړی ځل دلته راغلو ډير ډول ډول سامانونه پراته وه خو اوس هغه نشته ټول وړل شوي دي.»
د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د تير حکومت هغه امنيتي پوستې او بیزونه چې د ښار د امنيت په هدف جوړ شوي ول د تير حکومت تر سقوط وروسته چور شوي دي او هرڅه يې کباړ شوي دي.

د ارزګان اوسېدونکي له دولت څخه غواړي چې د بیت المال ساتنه وکړي او هغه کسان چې دولتي تجهیزات کباړ کوي او يا يې د له منځه وړلو هڅه کوي، ونيسي او قانوني چلند ورسره وکړي.
د دغه ولايت يوه اوسيدونکي علي احمد وويل: «له دولتي تجهیزاتو څخه ناوړه ګټه اخيستل کېږي، د دې لپاره ځانګړي ځايونه شته، چې باید يو خوندي ځای ورته پیدا شي. له طالبانو غواړو چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.»
يو بله سرچينه د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وايي په ارزګان کې يو شمير د وسلو قاچاق کوونکي چې د وسلو پیر وپلور کوي د ډيرو پیسو په بدل کې خلک ګماري ترڅو د طالبانو له جنګاليو څخه وسلې وپيري او بیا يې له یوې سیمې څخه بلې ته په ګمارل شوو کسانو انتقالوي.
د ارزګان ولايتي چارواکي هم مني چې په يو شمېر سيمو کې د امنيتي پوستو تجهیزات کباړ شوي، خو په خبره يې دغه کړنه د دوی د راتګ په لومړیو ورځو کې شوې ده.
د ارزګان والي مولوي تقي خلکو ته ډاډ ورکوي چې د بیت المال ساتنې ته به ځانګړې پاملرنه کېږي او هغه کسان چې دولتي وسايل کباړ کوي، دوی به جزا ورکړي.
مولوي تقي وايي: «کومې وسلې او نور نظامي تجهیزات چې موږ ته په لاس راغلي، خاص فورم ورته جوړ شوی او په خوندي ځايونو او بیت المال کې دي.»

تر دې مخکې هم په ارزګان کې خلکو له دولت څخه غوښتنه کړې وه چې د نظامي تجهزاتو ساتنې ته دې پام ډېر کړي.
د ارزګان ترڅنګ په ټول هېواد کې د تير حکومت د پاته شوو توکو د کباړ راپورونه پر ټولنيزو رسنيو وخت ناوخت خپريږي چې خلک له طالبانو څخه د بیت المال د ساتنې غوښتنه کوي او د طالبانو وياندويان هم ژمنې کوي چې دوی به هيچاته اجازه ورنه کړي چې نظامي او ياهم نور دولتي وسايل دي کباړ کړي.
پر افغانستان د طالبانو د واک ته رسيدو په لومړنيو ورځو کې پر اوسپنه پلورنکو هم طالبانو د زړو اوسپنو پر پیر او پلور بنديز لګولی و او د يوې اعلامیې په خپرولو سره يې ويلي وه چې هيچاته اجازه نشته چې له هېواد څخه تر دویم امر پورې زړې اوسپنې وباسي.
