د افغان خبریالانو حال؛ هغه خبریال چې ورځ مزدوري کوي

د هلمند ولایت یو شمېر خبریالان د سختو اقتصادي ستونزو څخه شکایت کوي او وایي چې نه حکومت او نه هم ورسره نورو بنسټونو په داسې سختو اقتصادي حالاتو کې مرسته کړې ده.

وحیدالله وحدت چې د تیرو څوکلونو راهیسې په دغه ولایت کې خبریال دی، اوس اړ شوی چې ورځ مزدورې شروع کړي او له دې لارې د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ پیداکړي.

ښاغلي وحدت چې په هلمند کې د باختر ټلویزون سره یې د خبریال په توګه کار کوو، اطلاعات روز ته وویل له تیرو څو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی ترلاسه کړی ځکه اړ شو چې د ځان لپاره یو بل کار روزګار ولټوي.

وحیدالله وحدت اطلاعات روز ته وویل: «معلومه خبره ده چي اقتصادي ستونزې لرم، زه یوې کورنۍ ته نفقې پيدا کولو مسوولیت لرم، که دا کار ونه کړم اولادونه او د کورنۍ نور غړي مې د لوږې مري، خو کاش روزمزدوري هم په اسان پیدا سي اوس دا هم سخته پیدا کیږي.»

وحیدالله وحدت چې د تیرو څوکلونو راهیسې په دغه ولایت کې خبریال دی، اوس اړ شوی چې ورځ مزدورې شروع کړي او له دې لارې د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ پیداکړي.

په هلمند کې د کلید راډيو یو بل سیمه ييز خبریال حضرت محمد روحاني وایي، د خپل یوه بله وروره عبدالصمد روحاني چې کلونه مخکې د بي بي سي سره خبریال وه او ووژل شو د هغه د کورنۍ د غړو په ګډون د خپلې کورنۍ مسوولیت ورغاړې دی او په ډیر بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

هغه وویل: «اوس په داسې بد وضیعت سره مخ یم، د کلید راډيو هم دونه معاش نه دی چې د کور ټولې اړتیاوي مې پوره کړي. نه حکومت او نه هم خیریه بنسټونه راسره هیڅ ډول مرسته نه ده کړې کور مې د کرایي دی، باور وکړه چې دغه اوس د خپلې کورنۍ لپاره حیران یمه چې څنګ به یې د ژمې په رارسیدو سره ساتنه او پالنه کومه.»

وحیدالله وحدت هغه خبریال چې ورځ مزدورۍ ته اړ شوی. د سخت کار له امله د هغه د لاس تڼاکې.

 په هلمند کې د باختر اژانس خبریال ګل محمد غورځنګ وایي، چې له تیرو دو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی ترلاسه کړی.

هغه وایي چې که یې معلوم نه شي اړ کیږي چې دنده پریږدي او روزانې ته مخه کړي.

هغه وایي: «که چیري زموږ د معاش غم ونه خوړل شي موږ اړکیږو چې دندې پریږدو، تاسو ته معلومه ده چې ډیری خلک دا دی د کار په لټون نورو ګاوندیو هیوادنو ته ځي ځکه د دوی تګ د مجبورۍ له امله دی موږ هم اړ یو چې مناسب کار پیداکړو.»

د سکون په نوم د یو سېمه ییزې راډيو نشراتي مدیر حافظ الله نصرت وایي چې په دې وروستیو کې نه یوازې خبریالان د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، بلکې په دغه ولایت کې ډیری سېمه ییزو راډیوګانو د مالي ستونزو له امله خپل فعالیت درولی دی .

هغه وایي: «تاسو ته بهتره معلومه ده د دغه اوسني نظام په راتګ سره په هلمند کې ډیری سېمه ییزو رسنیو خپل فعالیت درولی دی که چیرې حالت هم دغسې دوام وکړي، نه یوازې په دې ولایت کې به ټولې رسنۍ خپل فعالیت ودروي، بلکې په نړیواله کچه لویې رسنۍ به هم بندې شي.»

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض بیا دامني چې خبریالان او رسنۍ د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي .

هغه وایي که نړیوال د افغانستان ګنګل شوې پیسې خلاصې کړي، د رسنیو او خبریالانو ستونزې به حل شي. نوموړي زیاته کړه: «د خبریالانواو رسنیو ستونزې پر ځای دي، ټول هېواد د دغسې ستونزو سره مخ دی خصوصا د رسنیو پرفعالیت یې منفي اغیزې کړي دي نو کله چې زموږ کنګل شوې پیسې راخلاصې شي او اداري سيستم فعاله شې ټول هیواد به د دغه ستونزو څخه خلاص شي.»

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین هم مني چې خبریالان او رسنۍ د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي .

په هلمند کې څو ورځې مخکې هم د بست راډيو په نوم یوې خصوصي راډیو د اقتصادي ستونزو له امله خپلې خپرونې بندې کړې.

خبریالان په افغانستان کې له هغو بنسټونو څخه هم په شکایت دي چې چې د خبریالانو ملاتړ او مرسته کوي.

تازه پر ټولنیزو رسنیو یو لیست خپور شوی دی چې په کې ښکار چې ۱۰۴ تنو خبریالانو نومونه د مرستې په هدف لیکل شوي خو خبریالان ادعا کوي چې یاد لیست خیالي جوړ شوی او ډیر وخت د خبریالانو په نوم نور خلک مرستې او امتیازات ترلاسه کوي.

څو ورځې مخکې یو شمیر رسنیو راپور نشر کړی و چې د یو شمیر رسنیو مسوولینو د خبریالانو په نوم خپل خپلوان بهر ته انتقال کړي دي.

خبریالان د مرستندویه ارګانو غواړي چې د مرستې پر وخت دې شفافیت ته پام وکړي او هغه کسان دې په نښه کړي چې خبریال وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه