اطلاعات روز: ارزګان کې سلمانان وايي، د دغه ولايت د ملي امنيت ادارې لخوا ورته خبر ورکول شوی چې د خلکو د ويښتانو جوړولو په ځانګړي ډول د ږيرې خريولو او سټايلي وېښتانو جوړولو څخه لاس واخلي.
د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې لسګونه سلمانان چې له کلونو راهیسې د وېښتانو جوړولو کار کوي، وايي که طالبانو د دوی پر کار بندیز ولګوو ورسره به ډير شمير خلک وزګار شي.
د دغو سلمانانو له ډلې يې يو تن چې نه غواړي نوم او غږ يې خپور شي اطلاعات روز ته وويل درې ورځې وړاندې ورته په ارزګان کې د طالبانو د ملي امنيت د ادارې لخوا څخه په شفاهي ډول ويل شوي دي چې که د خلکو سټايلي ويښتان جوړ کړي او ږيرې يې ورته وخريوي د دوی له سخت غبرګون سره به مخ شي.
هغه وايي د يادې خبرتيا وروسته دوی د سټايلي ويښتانو جوړولو او ږيرو خريلو څخه لاس اخيستی دی.
هغه وايي: «موږ ته د طالبانو د استخباراتو ادارې لخوا څخه خبر راکول شو چې تاسو د خلکو سټايلي ويښتان مه جوړوئ او ترڅنګ يې راته ويل شوي دي چې ږيرې خريول په کلکه بند دي کله چې څوک د ږيرې خريولو لپاره راځي که طالبانو ونيوی بیا دغه کس به سخت ووهي اوس ډير خلک ويريږي دلته د ويښتانو جوړلو لپاره نه راځي.»
مومن چې د میدان وردګو ولایت دی او همدې ولایت کې د سلمانۍ دوکان له لارې د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ پیدا کوي اطلاعت روز ته یې وویل چې د ډوډۍ د پیداکولو دا لاره يې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ ده.
هغه وايي له کومه وخت چې د طالبانو لخوا د ويښتانو په جوړيدو بنديز لګيدلی دی ورسره د دوی کار هم په ټپه دريدلی دی.
دی وايي، د پخوا پرتله په کاروبار کې یې شااوخوا ۹۰ سلنه کموالی راغلی دی: «د پخوا پرتله کاروبار نشته، زموږ کارونه صفر شوي، اقتصاد مو کمزوری دی، په کور کې اوړه نه لرو، مسافر یم، له میدان وردګو څخه راغلی یم، په کور کې ناروغان لرم، قرض داره یو، په خدای که یوه روپۍ لرو، ایران ته مو نه پریږدي، پاکستان ته نه شو تللی، په دې خپل افغانستان کې ناست یو، نو موږ څه وکړو؟»
د طالبانو لخوا د يادې خبرتيا خپريدل په حقيقت کې خلکو ته يو ډول خبرداری دی چې خلک يې هم انديښمن کړی دي.
د ارزګان ولایت یو شمېر ځوانان وايي، دغه ولایت کې واکمن طالبان یې په شخصي ژوند کې لاس وهنه کوي، ځوروي یې او ښه ژوند کولو ته یې نه پریږدي.
دغه ځوانان وايي، دوی د خپل ژوند په لارو چارو پوهيږي خو طالبان د خلکو په شخصې ژوند کې په لاس وهلو تورنوي.
د ارزګان يوه اوسيدونکي قدرت الله اطلاعات روز ته وويل: «پخوا به سلمانۍ ته په ډاډه زړه ورتلو، وېښتان او ږیره به مو پرې سمه کړه، سټایل ښه خوند راکوي، اوس دې نوي حکومت کې د هېڅ شي په خوند نه پوهیږو، نه ږیره کوچني کولی شو، نه د سر ویښتان جوړولی شو، کله چې ږیره کوچنې کړو، نو طالبانو مو ونیسي راته وايي چې ته د مخکیني حکومت کس يي، وهي او ډبوي مو، دوی زموږ په شخصي ژوند څه کار لري؟ موږ ولې د دوی په شخصي ژوند کار نه لرو، که د ږیري او یا هم د ویښتانو هغه ګناه زما خپل په غاړه ده.»
د ارزګان يو بل اوسيدونکي چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي د دوی يو کليوال هغه مهال طالبانو سخته وهلي او شکنجې يې ورکړي کله چې يې سټايلي ويښتان جوړ کړي ول او ږيره يې خريولې وه.
هغه وايي طالبانو ياد کس ته ګواښ کړی دی که بل ځلي يې ويښتان وخريول محبس ته به يې واچوي.
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې شااوخوا درې نیم لکه خلک ژوند کوي، په دې درې نیم لکه نفوس لرونکي ښار کې مومن له کلنو راهیسې د سلمانۍ دوکان لري.
مومن چې د میدان وردګو ولایت دی او همدې ولایت کې د سلمانۍ دوکان له لارې د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ پیدا کوي وویل چې د ډوډۍ د پیداکولو دا لاره يې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ ده.
دی وايي، د پخوا پرتله په کاروبار کې یې شااوخوا ۹۰ سلنه کموالی راغلی دی: «د پخوا پرتله کاروبار نشته، زموږ کارونه صفر شوي، اقتصاد مو کمزوری دی، په کور کې اوړه نه لرو، مسافر یم، له میدان وردګو څخه راغلی یم، په کور کې ناروغان لرم، قرض داره یو، په خدای که یوه روپۍ لرو، ایران ته مو نه پریږدي، پاکستان ته نه شو تللی، په دې خپل افغانستان کې ناست یو، نو موږ څه وکړو؟”
په ترینکوټ ښار کې اوس مهال شااوخوا ۵۰ سلمانۍ دي چې هره سلمانۍ کې له څلور تر شپږو کسانو کار کوي او دغه کسان به د طالبانو له راتګه مخکې دومره بوخت وو چې خلک به ورته کتار کې ولاړ وو، خو اوس دوی ټول لاس تر زنې ناست وي.
د تيرې جمعې په ورځ طالبانو د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې په يوه واده کې د موسيقي غږولو پر سر دوه کسان وژلي ول او ۱۰ نور يې ټپیان کړ وو.
