ناقانونه درمل پلورنې؛ هلمندیان یې د مخنیوي غوښتنه کوي

اطلاعات روز: د هلمند اوسیدونکي د جمعې په مېلو کې د غیرې قانوني درملو پلورلو اندیښنې راپورته کړي دي. دا درمل د دې ولایت په نادعلي او مارجې او ناوې ولسوالیو کې پلورل کېږي.

د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې د هرې جمعې په ورځ په ميله ځایونو کې په خودسره ډول د هټیو مخې او پیاده لارو کې خلک درمل پلوري.

د نادعلي د ولسوالۍ اوسیدونکي د عامې روغتیا ریاست له مسولینو غوښتنه کوي څو د هغو کسانو مخه دي ونېسي چې په غیرې قانوني ډول درمل پلوري.

د دې ولسوالۍ یوه اوسیدونکي فرید اطلاعات روز ته وویل: «د خپل موټر ترڅنګ ناست وي درمل خلکو ته ورکوي هر ډول درمل چې غواړي ورسره شته زموږ غوښتنه داده چې  د دغه درملو د خرڅ مخه دې ونیول شي ځکه دغه سره لمر ته دغه درمل پراته وي تاسې پوهیږئ چې لمر ته چې درمل کښېښودل شي په زهرو بدلیږي.»

په ورته وخت کې بیا د درملو یو پلورونکی چې هیڅ زده کړه نه لري وایې چې دوی خلکو ته د اسانتیاوو په هدف بیلابیلو درمل دغه سیمې ته ور وړي او له دې لارې عاید تر لاسه کوي.

هغه وایي: «څو ډوله درمل راسره شته هر ناروغ چې وي موږ درمل ورکوو مګر زده کړې مې نه دي کړي موږ دغه کار د خپل ځان لپاره د یوې ګولې ډوډۍ پیداکولو په هدف کوو بله ګټه دغه ده چې خلک په اسانۍ سره درملو ته لاس رسۍ پیداکوي.»

په لښکرګاه ښار کې یو متخصص ډاکټر محمد ولي همت وایي، دغه درمل چې  په صحرایي میله ځایونو کې د خلکو لخوا پیرل کیږي، د ګټې پر ځای ناروغ ته په زیان بدلیږي.

دغه ناقانونه درمل پلورنې د هلمند په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د جمعې ورځې په بازارانو کې کېږي.

 همت وايي درمل باید په یوه ساړه ځای کې وساتل شي او وروسته د یوه مسلکي ډاکټر لخوا ناروغ ته ورکړل شي.

هغه وویل : «د هرې دوا وخت هم معلوم دی، کوم وخت چې دوا د معالج ډاکټر لخوا ناروغ ته ورکول کیږي نو د درملو ټول حالتونه په نظر کې نېول کیږي که چیري درمل ورکونکی شخص ډاکټر ونه اوسیږي هغه درمل بیا ددې پرځای چې ناروغ ته ګټه ورسوي بلکي د یو لړ نور جانبي زیان سره یې مخ کوي.»

د هلمند دعامې روغتیا ریاست مرسیتال  دادمحمد محمدي وایي د میله ځایونو او د ولسوالیو لپاره یو ټیم ګمارلی دی او په خبره یې یاد ټیمونه به د خودسره درمل د پلور مخه نیسي.

هغه وویل: «د دې لپاره موږ پلان لرو په ټولو ولسوالیو کې پلټنه وکړو هغه درمل چې تر وخت تیر وي هغه به ټوليږي او هغه کسان چې اسناد نه لرې شخص مسلکي وي هغه ته به اسناد ورکول کیږې او هغه کسان چې غیري مسلکي وي د هغه سره به قانونې چلند کیږي.

په داسې حال کې د دې ولایت یو شمیر اوسیدونکې د غیر قانوني درملو له پلور څخه شکایت کوي، چې په دې ولایت په ګڼو ولسوالیو کې د اونۍ په بیلو بیلو ورځو کې مېلې جوړیږي چې ډیری خلک د کور د اړتیا وړ توکي په یادو میله ځایونو کې د هټیوالو څخه اخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه