اطلاعات روز: د سويل ختيځ زون په خوست ولايت کې د «ابدالي» په نوم له خصوصي روغتيايي پوهنتون څخه د ګڼو انجونو په ګډون ۱۳۱ کسانو د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
د ياد پوهنتون مسوولين وايي، فارغ شويو کسانو ته په ښه ډول نظري او عملي زده کړې ورکړل شوې، چې د دوی په وينا په خوست کې به د روغتيايي خدمتونو په ترسره کولو کې مهم رول ولوبوي.
د ياد پوهنتون ريس ډاکټر بادشاه ابدالي وويل، چې د ۴۳ انجونو او ۸۸ نارينوو په ګډون به د خوست په مرکز او د ځينو ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې په دندو وګمارل شي، چې پر مټ به يې د ډاکټرانو اوسنۍ تشه تر ډېره پوره شي.
په همدې حال کې بيا فارغ زده کړيالان له ترسره کړو زده کړو خوښ دي او وايي، که ورته د کار زمينه برابره شي، نو کولی شي، چې په ښه ډول خلکو ته خدمت وړاندې کړي.
خوست کې له ابدالي خصوصي پوهنتون په داسې مهال ځوانان د فراغت سندونه اخلي، چې د دې ولايت په ملکي روغتون او د ولسواليو په ځينو روغتيايي مرکزونو کې خلک له اوسنيو روغتيايي خدمتونو ناخوښ دي، د درملو او نورو امکاناتو کموالي له امله يې ځينې برحاله روغتياپالان هم بې روزګاره دي.
