ننګرهار کې شاعران: د طالبانو په راتګ سره ادبي راټولېدنې پیکه شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې شاعران او د ادب مینوال وایي، د طالبانو په راتګ سره دې ولایت کې ادبي راټولیندنې پیکه شوي دي. 

ننګرهار کې د شعر و شاعرۍ او ادبي غونډو کمرنګه کیدو ادبپالان او شاعران خواشیني کړي دي. شاعران وایي، په دې وروستیو کې ننګرهار کې ادبي راټولیدنې پیکه شوي چې له امله یې دوی له ستونزو سره مخ شوي دي.

شاعر او لیکوال بازمحمد عابد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له دې وړاندې به یې د اطلاعات او فرهنګ ریاست په چوکاټ کې ادبي غونډې او نورو پروګرامونه جوړول خو اوس دا چاره کمرنګه شوې او د ادب مینوال نشي کولای خپل شعرونه، مقالې او نورې لیکنې او کره کتنې خپلو مینوالو ته وړاندې کړي.

بازمحمد عابد زیاته کړه: «د پخوا په څير ننګرهار کې ادبي غونډې کمرنګه شوي او څه ډول به پخوا شاعران او د ادب مینوال سره په مشاعرو کې راټولیدل اوس دا چاره کمرنګه شوې یو لامل یې دا و، چې له دې وړاندې کرونا له امله دا چاره ټکنۍ وه او بیا په کې د طالبانو نظام رامنځته شو چې له امله یې ادبي غونډې وځڼډې او یا کمرنګه شوې خو تمه لرو چې دا لړۍ به بیا پیل شي.»

په همدې حال کې ښځينه شاعرانې هم د ادبي غونډو له کمرنګه کیدو شکایت کوي او وایي، په دې وروستیو کې نه یوازې د نارینه شاعرانو ادبي غونډې کمرنګه شوي او دغه بهیر د پخوا په پرتله په نشت حساب دي.

نیلاب نازک چې له پنځلس کلونو راهیسې د پښتو په برخه کې شاعري کوي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، له تیرو څو میاشتو راهیسې یې په ادبي غونډو کې ګډون نه دی کړی.

نیلاب نازک زیاته کړه: «پخوا خو به ادبي غونډې ډیرې کیدې خو په دې وروستیو کې یو څه کمرنګه شوي او ما په خپله هم له دې وړاندې په ادبي غونډو کې ګډون کړی او لا اوس هم شاعري کوم، زمونږ غوښتنه دا ده چې د ادبي غونډې دې زیات شي او څو له دې لارې وکولای شو د ولس غږ د شعر په ژبه خلکو ته ورسوو، نو له شاعرانو غواړم چې دا لړۍ دې تت کیدو ته نه پریږدي.»

په ورته مهال د پوهنتون استاد محب الله الله یار بیا لیکوالو او شاعرانو ته سپارښتنه کوي چې د ادبي بهیرونو د خوځنده ساتلو لپاره دې له ټولنیزو شبکو په ګټې اخیستنې دا لړۍ ژوندۍ وساتي.

هغه وایي، ادیبان کولای شي، په فیسبوک او نورو ټولنیزو شبکو کې د ځانګړو ګروپونو په جوړیدو سره خپلې لیکنې او شعرونه سره تبادله او ادبي تنده پرې خړوبه کړي.

استاد محب الله الله یار زیاته کړه: «که ادبي غونډې اوس کمرنګه شوي وي، نو شاعران کولای شی د فیسبوک او نورو مختلفو ټولینزو شبکو څخه په ګټې اخیستنې د ادب مینوالو خپل ګروپونه جوړ کړي او له دې لارې خپل شعرونه نورو سره شریک کړي او خپله ادبي تنده پرې ماته کړي، نو په دې سره به وکولای شو، چې ادبې غونډې او نورو پروګرامونه ژوندي وساتو.»

په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري محمد حنیف اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په داسې یو پلان یې کار پیل کړی چې له مخې به یې  په نیږدې راتلوونکې کې د پخوا په څیر بیا دې ولایت کې ادبي غونډې او راټولیدنې پیل شي، چې شاعرانو او د ادب مینوالو تنده به خړوبه کړي.

قاري حنیف زیاته کړه: «مونږ انشاالله په داسې یو پلان کار پیل کړی چې له مخې به یې دې ولایت کې بیا د پخوا په څیر ادبي غونډې او نورو راټولیدنې ترسره شي، څو وکولای شو چې شاعران راټول شي او د ادب تند د مشاعرو او نورو ادبي غونډو له لارې خړوبه کړي، تیره اوونۍ هم دلته ننګرهار کې د نعت ویونکو یو پروګرام ډیرو شاعرانو په کې ګډون کړی وو او دا لړۍ به جاري ساتو.»

ننګرهار کې ادبي راټولیدنې داسې مهال پیکه شوي، چې له دې وړاندې د کرونا وایروس د خپریدو د مخنیوي په موخه هم په ټول هیواد کې د تعلیمي بنسټونو په تړل کیدو په ادبي راټولیدنو هم بندېز لګیدلی وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه