اطلاعات روز: په هېواد کې د سياسي بدلونونو وروسته د نورو ستونزو ترڅنګ د هېواد په ټولو بازارونو کې د خوراکي او غيرې خوراکي توکو نرخونه هم لوړ شوي دي.
زابل مېشتي وايي له يوې خوا خلک د کار د نشت او غربت سره مخ دي او له بلې خوا په ښار کې د خوراکي او غيرې خوراکي توکو نرخونه په بيساري توګه لوړ شوي دي.
خلک وايي په ښار کې هټېوالو د خلکو د اړتياوو څخه په ګټنې د اړينو توکو قيمتونه په خپل سر لوړ کړي چې له امله يې دوی د اخيستلو توان نه لري.
دوی وايي د خوراکي توکو قيمتونه يو په دوه لوړ شوي دي.
د دغه ولايت يو اوسيدونکی غلام فاروق وايي که د توکو نرخونه دغه ډول لوړ وي ډير خلک به د لوږې او نورو ستونزو سره مخ شي.
هغه اطلاعات روز ته وويل: «زموږ غوښتنه له دولت څخه ده چې دغه نرخونه کنټرول کړي نرخ نامې ورته وټاکې هر شي په ډير په لوړ قيمت شوي دي موږ څه وکړو له يوې خوا کار نشته د بلې خوا دلته د ټولو توکو قيمتونه اسمان ته ختلي دي اخير موږ هم انسانان يو څه وکړو.»
د دغه ولايت يوه بل اوسيدونکی بسم الله وايي د ژمې په رارسيدو سره په ښار کې د ټولو توکو قيمتونه لوړ شوي دي او خلک يې د اخيستلو توان نه لري.
هغه د مسوولينو څخه غواړي چې د خلکو پر وړاندي دغه ډول ستونزه ژر تر ژره حل کړي ترڅو خلک د ژمي لپاره اړين توکي وپلوري.
ده وويل: «د هرشي نرخونه دي معلوم شي اوس خلک حيران دي موږ څه وکړو پخوا چې به د کوم توکو نرخ په شل افغانۍ وه اوس هغه څلويښت افغانۍ ته رسيدلی دی. دولت دې د دغه نرخونو معلومات خلکو ته ورکړي چې ولې دومره لوړ شوی دی، د دغه خلکو مسووليت ټول د دولت په غاړه دی.»
په ورته وخت کې د زابل د ښاروالۍ رياست مسوولين هم شته ستونزې مني خو د حل ژمنې يې کوي. د زابل ښاروال مولوی لطف الله لطیف وايي د نرخونو د کنټرول ډلې ته يې دنده سپارلې ده او هر ورځ په ښار کې د نرخونو د کنټرول پروسه مخې ته وړي.
هغه وايي چې دا مهال په ټول هېواد کې د توکو نرخونه لوړ شوي دي خو په خبره يې چې دوی هڅه کوي ترڅو د هټوالو او تجارانو سره وګوري ترڅو هغوی د اړينو توکو د نرخونو ټيټيدو ته وهڅوي.
هغه وايي: «په ټول افغانستان کې دغه ډول ستونزه ده موږ په دي اړه هڅې ترسره کړي دي د ښاروالۍ د نرخونو ګرځنده ټيم مو ښار ته هره ورځ ځي او په ښار کې د اړينو توکو قيمتونه کنټرول کوي، موږ به لويو تجاراتو او هټیوالو سره هم ناسته وکړو چې څه ډول کولی شو چې د ژمې په رارسيدو سره د اړينو توکو نرخونه ټيټ شي.»
په زابل کې پر داسي مهال خلک د نرخونو له لوړېدو څخه سر ټکوي چې د طالبانو په واکمن کيدو سره پر افغانستان د ګاونډيو هېوادونو پلې تړل شوي دي او د افغانستان په ټولو بازارنو کې د هر ډول توکو قيمتونه لوړ شوي دي.
