اطلاعات روز: د ننګرهار ولايت د طالبانو ملي امنيت رياست چارواکي وايي، د قومي خلکو په منځګړتوب ورته پنځوس تنه داعش وسله وال تسليم شوي، خو ژمنه يې کړې چې راتلونکي کې به هېڅ ډول نظامي فعاليت نه کوي.
چارواکي وايي، دوی يې د خلکو په منځګړتوب په ځينو مهمو شرطونو بښلي خو که راتلونکي کې يې له دغو شرطونو سرغړونه وکړه قانوني چلند به ورسره وکړي.
ياد کسان نن (دوشنبه، ۳ د لړم) د ننګرهار ملي امنيت رياست ته تسليم شول او ژمنه يې وکړه چې راتلونکی کې به دغې ډلې سره هېڅ ډول اړيکې نه ټینګوي.
د ننګرهار د ملي امنیت رييس ډاکټر بشير په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته وويل، چې شاوخوا پنځوس داعشيان چې د دغه ولايت د هسکې مېنې او کوز کونړ (ښېوې) ولسواليو اوسېدونکي وو او د ننګرهار مختلفو ولسواليو کې يې د داعش په ليکو کې فعاليتونه کول د قومي مشرانو په منځګړتوب دوی ته تسليم شول.
ډاکتر بشیر زياته کړه: «دا کسان په دې شرطونو بښل شوي چې په تېرو کړنو به بښنه غواړي، هېڅ ډول نظامي وسايل او وسايط به هم نه استعمالوي او هغه ارتباطي وسايل چې مجاهدين پرې شک لري هم به يې نه کاروي، بيا به يو ځای نه راټولېږي که راټولېږي نو حکومت ته به خبر ورکوي، دوی چې له خپل کلي بل ځای ته ځي نو ځايي چارواکي به په جريان کوي.»
د ننګرهار د ملي امنيت رييس ګواښ وکړ که ياد کسان له دغو شرطونو سرغړونه وکړي نو قانوني چلند به ورسره کېږي او بيا يې چې په حق کې هره پرېکړه وشي شکايت به نه کوي چې عمومي عفوه اعلان شوې ده.
حکومت ته تسليم شوي داعشيان وايي، په تېرو کړنو پښيمان دي او ډاډ ورکوي چې راتلونکي کې به هېڅ دولت ضد فعالیت نه درسره کوي.
د وارث په نوم يو تن چې پخوا طالب و، بيا داعش ډلې ته ورغلی او اوس بېرته طالبانو ته تسليم شو، وايي په خپلو تېرو کړنو پښېمان دی او راتلونکي کې به هېڅ دولت ضد کړنه تر سره نه کړي.
په دې وروستيو کې جلال اباد ښار کې داعش سره د اړيکو په تور د وژنو لړۍ ګرمه شوې چې دا تېره شپه هم د ښار په شپږمه ناحيه کې دوه کسان داعش سره د اړيکو په تور د نامعلوم ادرس له لوري وژل شوي دي.
