اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې ناپېژنده وسلهوالو یو دیني عالم په ډزو وژلی دی.
یوه ځایي سرچینه اطلاعات روز ته وایي، دغه مفتي چې سعیدالله نومېده نن سهار (دوشنبه، ۳ د لړم) د بهسودو ولسوالۍ په «مقام خان» سیمه کې ناپېژنده وسله والو وژلی دی.
سرچینه وایي، چې وژل شوی مفتي د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکی و. نوموړی زیاتوي چې وسله وال له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
رسمي سرچینو بیا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
تراوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
دا لومړی ځل نه دی چې په دې ولایت کې دیني عالمان او عام وګړي په نښه کېږي، له دې وړاندې هم په دې وروستیو کې ګڼ شمېر کسان په ورته پېښو کې وژل شوي او وژونکي په تېښته بریالي شوي دي.
