اطلاعات روز: په خوست کې د تېر نظام د امنيه قومندانۍ جنايي مدير داود ارين په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، چې ۱۳ کلن زوی «امېد جان» د طالبانو د استخباراتو له خوا وړل شوی دی.
هغه که څه هم په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی، خو له طالبانو يې د خپل زوی د خوشې کېدلو غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې بيا د نورالبصر ځانګړې لېسې يو مسوول چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، اطلاعات روز ته په ټليفوني خبرو کې وويل، چې د نهم ټولګي زده کوونکی اميد جان له تېرو ۱۵ ورځو راهيسې د زده کړو لپاره ښوونځي ته نه دی ورغلی.
هغه وويل: «اميد جان له مونږ سره په نهم ټولګي کې شاګرد ده، ۱۵ ورځې کيږي، چې ښوونځي ته نه دی راغلی، د نه راتګ په اړه يې مونږ هم مالومات نه لرو، خو پلار يې په فيسبوک ليکلي و، چې زوی يې طالبانو له ځان سره وړی دی.»
د خوست امنيه قوماندانۍ وايي، چې د اميد په نوم کوم شاګرد د دوی له لوري نه دی راوړل شوی، ومو غوښتل چې په دې اړه د دې ولايت د ولايتي چارواکو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو هغوی مو له اوږده ځنډ وروسته هم مسيج ته ځواب رانکړ.
په خوست ولايت کې څو ورځې وړاندې يو سيمه ييز شاعر او بل هم د سرحدي ځواکونو قومندان د نامالومو وسله والو له خوا وژل شوي و، چې دې پېښو خلک سخت اندېښمن کړي دي.
