ننګرهار کې د درملو او طبي امکاناتو نشتوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي

اطلاعات روز: که څه هم د روغتیایي خدمتونو په برخه کې له پخوا ستونزې شته، خو تازه د ننګرهار مرکز او  یو ‌شمېر ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي او وایي، هغه روغتایي مرکزونه چې د دوی په سیمو کې فعال دي، اوس په کافي اندازه درمل او نور طبي امکانات نه لري.

دوی وایي، مجبورېږي چې نورو سیمو او یا هم حوزوي روغتون ته خپل ناروغان یوسي، خو د شته اقتصادي ستونزو له امله دا هم د ډېرو له توان پورته ده.

عزیزالله چې له ګوشتې يې خپل ناروغ د درملنې په موخه  د ننګرهار حوزوي روغتون ته بېولی اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، هلته هېڅ امکانات نه ول او دلته هم اړ دی چې درمل له بهر وپېري.

عزیزالله زیاتوي: «د ننګرهار د نورو سیمو په شان په ګوشتې ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې درمل نشته او خلک اړ کیږي، چې له شخصي درملتونونو دوا په پېسو واخلي، بې وزله خلک په دې برخه کې له ستختو ستونزو سره مخ دي او خاص ډول د درملو د اخیستو په برخه کې.»

د درملو او نورو طبي امکاناتو سربېره د لوژیستکي موادو کمښت او نشتوالی هم هغه څه دي چې د روغتونونو د فعالیت پر وړاندې يې خنډ جوړ کړی دی.

د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکي حقیار اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، هغه څه چې ناروغان ورته اړتیا لري، روغتون کې نشته او له همدې امله ډاکټران هم نه ‌بریالي کېږي چې په سمه توګه درملنه وکړي.

دوی غوښتنه کوي چې د روغتیا برخې ملاتړي بنسټونه دې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

هغه وایي: «د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې هم درمل نشته او له همدې امله هم خلک له سختو ستونزو سره مخ دي، زیاتره خلک د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولای په شخصي لګښت درمل واخلي او روغتونونو کې د درملو د نشتون له امله ډاکتران هم د ناروغانو په سمه توګه درملنه نشی کولای، نو له نړیوالو او نورو اړونده ادارو غوښتنه کوو، چې د درملو په برخه کې دې همګاري وکړي.»

بل لور ته د ننګرهار د عامې روغتیا رییس عطاالرحمن فاتح اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې ومنله چې یو‌شمېر روغتیايي مرکزونو کې د درملو او نورو اړینو توکو ستونزې شته، خو زیاتوي چې په حکومتي کچه یې د حل سربېره له مرسته کوونکو ادارو سره  په اړیکه کې دي او ډاډ ورکوي چې په روغتیایي برخه کې به شته ستونزې حل شي.

عطاالرحمن فاتح زیاتوي: «د نوي بدلون په راتګ سره ځينې منفي تاثیرات زموږ د روغتیا په برخه کې وه، اوسمهال په ټولو روغتیايي مرکزونو کې د درملو د کمښت او نورو برخو کې شته ستونزې حل شوي او په دې رابطه موږ ټوله هڅه کړې، د نړیوالو سازمانونو سره مو ناستې کړي، ډبلیو، ایچ او، اې سي ار سي او نورو ادارو د ستونزو د حل ډاډ راکړی دی او لا هڅه کوو چې شته ستونزې حل شي.»

د هېواد په نورو سیمو کې هم د روغتیا په برخه کې د امکاناتو نشتوالی، خلکو ته لوی سرخوږی دی، خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مرکز (اوچا) ویلي، د افغانستان روغتیایي سکټور سره به ۴۵ میلیونه ډالر مرسته کوي چې د بېړنو مرستو د صندوق له لارې ورکول کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه