افغان او پاکستاني چارواکي د سپین‌بولدک – چمن لارې پر پرانیستلو غږېدلي

اطلاعات روز: کندهار کې طالب چارواکي وایي، د سپین بولدک او چمن لارې پر سر د دوی او پاکستان چارواکو خبرې پای ته رسېدلي او د لارې خلاصون لپاره لوریو ځینې شرطونه وړاندې کړي.

په کندهار کې د طالبانو يو چارواکي رحمت الله نړيوال نن (پنج‌شنبه، ۲۹ د تلې) اطلاعات روز ته وويل د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د سپین بولدک او چمن د لارې خلاصولو په هدف تيره ورځ تر غرمې وروسته ګډه ناسته وکړه.

نوموړی وايي په ياده ناسته کې افغاني او پاکستاني چارواکو د دروازې خلاصولو په هدف يو شمير شرطونه وړاندي کړل چې پر ځينو شرطونو دواړه خواوې موافقې شوي او پر ځينو نورو شرطونو پريکړه شوې چې تر خپلو مرکزي چارواکو به يې ورسوي او وروسته به پرې موافقه وکړي ترڅو ياده لاره خلاصه شي.

هغه وايي د دواړو لوریو چارواکو تر هوکړې وروسته به د چمن او بولدک ترمنځ تړل شوې لاره خلاصه شي او خلکو ته به د پخوا په پرتله اسانتياوي برابرې شي.

په ورته مهال يوه سيمه‌ییزه سرچينه وايي، د تيرې ورځې ناسته بې پایلې پای ته رسيدلې ده.

دغه سرچينه وايي د تېرې ورځې په ناسته کې چې د کندهار د والي حاجي يوسف وفا په شمول د دغه ولايت لوړپوړو چارواکو او سوداګرو ګډون کړی وه، دوی له پاکستان لوري وغوښتل چې د لارې د خلاصولو موده له ۸ ساعتونو ۱۸ ساعتونو ته وغځوي او ترڅنګ يې د سويلي ولايتونو خلک پر تذکره او پاکستاني خوا ته ميشت پښتانه پر مهاجر کارډ او شناختي کارډ پرېښودل شي.

ښاغلی نړیوال وايي د دواړو لوریو چارواکو تر هوکړې وروسته به د چمن او بولدک ترمنځ تړل شوې لاره خلاصه شي او خلکو ته به د پخوا په پرتله اسانتياوي برابرې شي.

خو په مذاکراتو کې پاکستاني چارواکو ټینګار کاوه چې ياده لاره به هره ورځ د څلور ساعتونو لپاره پرانيستلې وي چې د سپین بولدک او چمن اوسيدونکي به د هويت کارټ په درلودلو سره تګ راتګ کوي او ترڅنګ به يې پر ډيورنډ فرضي کرښې ترمنځ به اغزن تار د ۹ کلونو لپاره غځول کيږي چې د پاکستاني چارواکو د يادو غوښتونو سره افغان چارواکو مخالفت وکړ.

نوموړی وايي په نږدي وخت کې به يو ځل بیا د دواړو هېوادونو چاوراکو ترمنځ د راپورته شوې ستونزې په اړوند ناسته وشي.

پخوا د سپین بولدک- چمن لار د سهار په ۷:۰۰ بجې پرانیستل کېدله او د مازدیګر په ۶:۰۰ بجې تړل کېدله خو په دې وروستیو کې دغه لار د سهار په ۸:۰۰ بجې پرانیستل کېدله او د مازدیګر په ۴:۰۰ بجې تړل کېدله. 

د لارې د بندېدو له امله په سپین بولدک او چمن کې په زرګونو کانټینر چې خوراکي او غیر خوراکي توکي بار دي، بند پاتې دي چې سوداګرو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. 

ياده لاره چې د تيرو څو اونيو راهیسې تړلې ده له امله يې دواړو غاړو ته سوداګرو او عامو خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

د سپین بولدک او چمن ترمنځ دغه دروازه پر داسي مهال تړل کيږي چې اوس وخت په افغانستان کې تازه ميوې حاصل ته رسيدلي دي او سوداګرو غوښتل د افغانستان تازه ميوې له همدې لارې نړيوالو بازارونو ته وليږدوي.

نن د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شامحمود قريشي هم کابل ته په يو سفر راغلی او ممکن په افغانستان کې د نورو ستونزو ترڅنګ د افغان چارواکو سره د يادې لارې د خلاصيدو په اړه هم وغږيږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه