د پاسپورټ مشر: تراوسه پاسپورټ ریاست تر ۱۹۰ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي

اطلاعات روز: د پاسپورټ ریاست چارسمبالی مشر عالم ګل حقاني وایي، چې تراوسه یې ۴۴ زره پاسپورټونه ویشلي او تر ۱۹۰ میلیونه افغانۍ عواید یې راټول کړي دي.

د پاسپورټ ریاست سرپرست نن (چهارشنبه، ۲۸ د تلې) اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې مخکیني حکومت کې د ورځې تر ۳ زره پاسپورټونه وېشل کېدل خو اوس دوی توانېدلي چې په ورځ کې تر ۴ نیم زرو پورې پاسپورټونه وویشي.

ښاغلي حقاني وویل، لومړیو ورځو کې بې نظمي وه خو وروسته بیا نظم برابر او دا لړۍ عادي روانه ده.

نوموړي د پاسپورټونو د عوایدو په اړه وویل: «د پاسپورټ له درکه ۱۹۰ مېلیونه افغانۍ عواید موږ ته راغلي که په اوسط ډول یې واچوو د ورځې موږ ته ۲۲ میلیونه افغانۍ راځي  او دا کافي عواید دي.»

عالم ګل حقاني د شته پاسپورټونو په اړه وویل، دومره پاسپورټونه لا شته چې پنځه تر شپږو میاشتو پورې بسنه کوي، خو زیاته یې کړه، چې مخکینۍ کمپنۍ سره د نورو پاسپورټونو د چاپ په اړه خبرې روانې دي.

د ده د مالوماتو له مخې چې دغه کمپنۍ لېتوانیا هېواد کې ده او ښایي څلورنیم میلیونه نور پاسپورټونه پرې چاپ کړي.

هغه یې د نوم او نښان په اړه وویل: «لا څرګنده نه ده چې دغه نوي پاسپورټونه به هم په پخوانۍ نوم او لوګو چاپېږي، خو غالبآ هغه به هم د جمهوریت په نوم چاپ شي.ِ»

د ده په وینا د دې طرحې له مخې هره ورځ چې دوی څومره پاسپورټونه اجرا کولی شي، هغومره غوښتنلیکونه به اخلي او نوره نوملیکنه به بندوي.

دا چې ولې یې په پخواني نوم او نښان د پاسپورټونو وېش پیل او بیا به هم هماغسې چاپېږي، ښاغلي حقاني وویل، د دوی مشرانو تل هغه پرېکړه کړې چې د ولس په هغې کې ګټه وي او د ده په وینا چې راتلونکې کې به هم هغه پرېکړه کوي چې د ملت په کې خیر وي.

ښاغلي حقاني دې پوښتنې ته په ځواب کې چې که نړۍ اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او د خلکو پاسپورټونه د اسلامي جمهوریت په نوم وي، څه ستونزه خو به نه زېږوي، وویل چې دا کومه ستونزه نه جوړوي او دا پرېکړه یې د خلکو ستونزو ته په کتو کړې ده.

د پاسپورټ ریاست چارسمبالي ښاغلي حقاني د نویو غوښتنلیکونو په اړه وویل، چې عمومي نوې نوم لیکنه به تر ۲۵ ورځو وروسته پیل شي. هغه په دې اړه وویل چې په دې برخه کې یې یوه ځانګړې طرحه جوړه کړې چې له مخې به یې خلک نه په عذابېږي.

د ده په وینا د دې طرحې له مخې هره ورځ چې دوی څومره پاسپورټونه اجرا کولی شي، هغومره غوښتنلیکونه به اخلي او نوره نوملیکنه به بندوي.

تراوسه یوازې په برښنایي پېژندپاڼو پاسپورټونه ویشل کېږي خو دا چې راتلونکې کې به هم په همدې پېژندپاڼو وېشل کېږي ښاغلي حقاني یې په اړه وویل چې  خو خپلو مشرانو ته یې وړاندیز کړی چې ایا له دې وروسته هم په همدې پېژندپاڼو پاسپورټ وویشي که په کاغذي تذکرو یې هم باید وویشي. ده زیاته کړه چې په دې اړه د خپلو مشرانو حکم ته په انتظار دي.

په کاغذي تذکرو اوس یوازې بېړنیو ناروغانو، دولتي کارکوونکي چې په سفر ځي، لوبغاړو، بورسونو لرونکو او هغوی چې اقامې لري، پاسپورټ ورته ورکول کېږي.

په اوس وخت کې یوازې په پلازمېنې کابل کې پاسپورټونه وېشل کېږي او ولایتونو کې بندې دي، خو ښاغلي حقاني وویل چې په ولایتونو کې له ځینو ستونزو او کمبوداتو سره مخ دي او ښایي په راتلونکو ۲۰ ورځو پورې هم په ولایتونو کې دغه لړۍ پیل شي.

د ده په وینا چې په دې ریاست کې به هېڅ ډول فساد او جعل کارۍ ته اجازه ور نه کړي. اطلاعات روز سره د ځانګړې مرکې پر مهال نوموړي وویل چې له همدې مرکې لږ وړاندې یې یو جعلکار او کمېشن کار چې د هغه د نیونې لپاره یې دا څو ورځې هڅې کولی، ونیو او د دوی تر نظارت لاندې دی.

ښاغلي حقاني په دې مرکه دغه راز له نړیوالو دا غوښتنه هم وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژني تر څو افغانان له شته کړاوونو بهر شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه