اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د طالبانو پر رینجر موټر ماین چاودنې دوه ملکیان ټپیان کړي دي.
دغه چاودنه د سړک غاړې ماین له امله وه چې نن (دوشنبه، ۲۶ د تلې) ماسپیښین شاوخوا یوه نیمه بجه د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې اړوند «کابل هډې» سیمې ته شوې ده.
د ننګرهار د سیمهییز روغتون یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، د پېښې له ځایه روغتون ته دوه کسه ټپيان راوړل شوي چې ملکي وګړي دي.
تراوسه د ننګرهار امنیتي چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یادې پېښې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.
