د هلمند کروندګر: وچکالۍ د انارو حاصلات ۷۰ سلنه کم کړي

اطلاعات روز: په هلمند کې باغ لرونکي او کروندګر وايي، شته وچکالۍ يې کرنېزو توکو ته زيات زيان اړولی دی او د تيرو کلونو په پرتله يې ۷۰ سلنه کرنېز توکي کم شوي دي.

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسيدونکی نعمت الله چې د انارو باغ لري، وايي سږ کال يې د انارو حاصلات د تيرو کلونو په څير نه دي او زيات کموالی په کې راغلی دی.

نعمت الله وايي د حاصلاتو د کموالې لامل په تير ژمي کې نه اورښتونه او کرنېزې ناروغۍ دي.

نعمت الله وايي: «سږکال د انارو حاصلات ډیر کم دي، زموږ پر اقتصادي وضعيت او عوايدو يې زيات منفي تاثير کړی دی کله چې اورښتونه وه او وچکالي کمه وه د دغه باغ څخه به موږ ډير حاصلات ترلاسه کول خو سږ کال مو د تيرو کلونو په پرتله نېمايي انار هم نه دي راټول کړي. که زه ووايمه ۶۰ سلنه کموالی مو په حاصلاتو کې راغلی دی.»

حاجي راز محمد چې تير کلونه به يې د خپلو انارو حاصلات په ۴ سوه زره افغانيو پلورل، وايي سږ کال يې د خپل باغ څخه يو سل او پنځوس زره افغانۍ ترلاسه کړي دي.

هغه وايي د وچکالۍ له امله د انارو ټيټ کیفیت يې قيمتونه هم کښته کړي دي اود ګاونډيو هېوادونو سره د لارو د بنديدو له امله خلک د انارو تجارت ته زړه نه ښه کوي.

رازمحمد له حکومت غواړي چې د طبیعي ناروغيو په برخه کې د کروندګرو او باغ لرونکو سره مرستې وکړي او پر وخت د کرنیزو محصولاتو ناروغۍ کنټرول کړي.

باغ لرونکي وايي: «سږکال د تيرو کلونو په پرتله زموږ حاصلات ډير زيات کم دي لامل يې وچکالي ده بله لويه ستونزه داده چې دلته شته حاصلات زيات ناروغيو له منځه وړي دي موږ د ناروغيو د کنټرول لپاره درمل نه درلوده په ښار کې مو له درمل پلورنځيو څخه درمل اخيستل چې کله کله به يې د ګټې پر ځای زيان وررسولی.»

د هلمند حکومتي مسوولين هم د کرنېزو محصولاتو د کمښت خبر ورکوي. د کرنې او مالدارۍ رياست مرستيال مولوي حميدالله وايي، د انارو د حاصلاتو د کموالي لامل وچکالي، جګړې او ناروغۍ دي.

هغه ژمنه وکړه چې دغه رياست به د يو شمير کروندګرو سره د حاصلاتو د ښه کيدو په برخه کې مرستې وکړي او ترڅنګ به يې د کرنې په برخه کې کروندګرو ته روزنه هم ورکړي.

مولوي حميدالله وويل: «وچکالۍ او تيرو جګړو د انارو حاصل ته زيان رسولی دی، ځکه د جګړو پر وخت به ډيرو باغونو ته پر وخت اوبه نه رسیدلې، موږ د کروندګرو دغو ستونزو ته په پام د يو شمير موسیساتو سره ږغیدلي يو ترڅو د کرنېزو حاصلاتو د ښه کولو په برخه کې زموږ سره مرستې وکړي.»

د هلمند نوزاد، واشير، سنګين، ګريشک او نادعلي هغه ولسوالۍ دي چې د انارو باغونه په کې زيات دي او هر کال  د باغ لرونکو کلني مصارف پوره کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه