ارزګان کې په تېرو شلو کلونو کې ۶ خصوصي راډيوګانې او يو ټلويزیون د کار کولو جواز درلود او همدارنګه یوې چاپي رسنۍ هم کار کاوه، خو اوس یې مالي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمن کيدو وروسته په ټول هېواد کې د بیان ازادي او د رسنيو فعاليت له ګواښ سره مخ دی.
ارزګان کې د خصوصي رسنيو مسوولين وايي، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د موسیساتو لخوا پرې د اعلاناتو پروژې تړل شوې دي او زياتوي که حالت دغه ډول دوام وکړي ډيرې رسنۍ به وتړل شي.
په ارزګان کې د يوې خصوصي راډيو مدير مسوول حکمت الله حکيمي وایي: «طالبان باید د رسنيو ملاتړ وکړي په تېر حکومت کې د رسنيو اقتصادي حالت لږ ښه وه خو اوس موسیسات تړل شوي دي د رسنيو اقتصادي حالت د ګواښ سره مخ دی. ممکن په هېواد کې ډېر شمېر رسنۍ وتړل شي خو طالبانو ته په کار ده چې د رسنيو سره په مالي برخه کې مرسته وکړي موږ مخکې د اعلاناتو له لارې دومره څه ترلاسه کول چې خپل مصارف ورباندې پوره کړو خو دغه ده دوې مياشتې تيريږي زموږ اعلانات بیخي په ټپه ولاړ دي.»
په ورته وخت کې يو شمېر نور ځايي خبريالان بیا له طالبانو غواړي چې د رسنيو نشرات محدود نه کړي او د بیان ازادۍ ته پاملرنه وکړي.

په ارزګان کې ميشت خبريال بريالی انصاري وايي، پر رسنيو يو شمېر محدوديتونه لګېدلي دي خو هغه په ګوته نه کړل چې د کوم ډول محدوديت مخنيوي باید وشي.
انصاري وايي: «زه د خبريال په توګه لومړی غوښتنه کومه چې رسنيو ته بشپړه ازادي ورکول شي او پر هغوی بنديزونه ونه لګول شي او هغوی خپل فعاليتونه مخ ته يوسي. په ارزګان کې يو شمېر محدوديتونه شته چې د خبريالانو له کار څخه ناراضه شوي دي او نه غواړي چې په دغه ډول خپل کار مخې ته يوسي.»
وحيد واحيدي بیا په ارزګان کې بل سيمه یيز خبريال دی چې له تېرو څو کلونو څخه په دغه ولايت کې د خبريال په توګه کار کوي.
نوموړی اندېښنه لري چې د بیان د ازادی په برخه کې شل کلنې لاسته راوړنې له لاسه ور نه کړي. هغه د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې د بیان د ازادۍ ملاتړ وکړي، د رسنيو مالي برخې ته پاملرنه وکړي او خبريال د بې طرفه خبر رسولو ته پريږدي.
واحيدي وويل: «د طالبانو څخه غوښتنه کوو چې دغه زموږ فعاليتونه چې موږ مخکې ترسره کول هغه اوس هم ترسره کوو ترڅو موږ بې طرفه ډول خپل فعاليتونه مخ ته يوسو. د طالبانو وياندويان بايد موږ ته پر وخت معلومات راکړي ترڅو موږ يې پر وخت تر خلکو ورسوو.»

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په خپل لومړي کنفرانس کې په هېواد کې د رسنيو فعاليت ته اجازه ورکړه او زياته يې کړه چې د بیان ازادۍ ته دوی ژمن دی.
خو د رسنيو څخه يې غوښتنه وکړه چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې دې خپل نشرات په بې طرفه توګه وکړي او د هېواد په ګټه دې خبرونه نشر کړي.
د طالبانو د کورنيو چارو وياند قاري سعيد خوستی وايي، دوی د بیان ازادۍ ته ژمن دي او زياتوي چې که په کوم ولايت کې خبريالانو ته ستونزې پیداکيږي له دوی سره دې اړيکه ونيسي.
خوستي وويل، د رسنيو د مالي ملاتړ په برخه کې هم پلانونه جوړ کړي دي او غواړي چې د رسنيو مالي ملاتړ وکړي ترڅو رسنۍ له سقوط څخه وژغورل شي.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اندېښنه ښودلې چې له تېرې یوې نیمې میاشتې نه په زیاته موده کې، له کله چې طالبانو پر ټول افغانستان واکمن شوي، اطلاعاتو د نه لاسرسي ترڅنګ خبریالان له فزیکي تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.

دغې کمېټې په خپل راپور کې ویلي، په دې وروستیو کې ځینې خبریالان ان وژل شوي چې په خبره یې دې کار نور خبریالان هم وېرولي او په کارونو یې اغېز کړی دی.
د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې په افغانستان کې د رسنيو د فعاليت په اړه د يوې نظر پوښتنې پایلې شريکي کړي چې د دې نظر پوښتنې پر بنسټ، اوسمهال یوازې ۳۰ سلنه رسنۍ په افغانستان کې فعالې دي.
په دې نظر پوښتنه کې راغلي، ۴۰ سلنه خبریالان له امنیتي اندېښنو سره ژوند کوي او نږدې ۶۰ سلنه نور یې چې ښځې هم پهکې شاملې دي، له کاري او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
