طالبانو ننګرهار کې د تاریخي ځایونو پر خپلسرو کېندنو بندیز ولګوو

اطلاعات روز: د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولین وایي، د طالبانو په راتګ سره د دې ولایت په تاریخي ځایونو کې پر خپلسرو کیندونو بندیز لګولی دی.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاريخي ابداتو د برخې مدير مولوي امان‌الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د طالبانو د حکومت په رامنځته کیدو سره هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي، چې په تاریخي ځایونو کې خپلسرې کیندنې ترسره او اثار یې بهرنیو هیوادونو ته قاچاق کړي.

د تاريخي ابداتو د برخې مدير مولوي امان الله زیاته کړه: «څوک نشي کولی چې د دې ولایت د تاریخي اثارو خپلسرې کیندنې وکړي او که هره سیمه کې دا ډول د تاریخي ځایونو خپل سرې کیندنې کیږي نو ولسي خلک دې له مونږ سره په دې برخه کې همکاري وکړي تر څو د دغې ستونزې مخنیوي ټول په شریکه سره وکړو، د طالبانو حکومت په رامنځته کیدو سره هیڅوک دا حق نه لري چې دا شتمني لوټ کړي او دا با ارزښته شتمني نورو هیوادونو ت قاچاق او یا یې له منځه یوسي.»

په همدې حال کې فرهنګي فعالان هم د طالبانو له یاد اقدام ستاینه کوي او وایي، د تیر حکومت پرمهال د یو شمیر زورواکو او ځینو وسله والو ډلو له لوري په ولایت کې د تاریخي ځایونو خپلسرې کیندنې ترسره شوي او اثار یې د پېښور موزیم ته وړل شوي دي.

فرهنګي فعال عزیز الله عزیز اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له طالب چارواکو غوښتنه وکړه، چې د تاریخي اثارو قاچاق کوونکو ته دې د سزا تر څنګ د یادو ځایونو ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

عزیز الله عزیز زیاتوي: «تاریخي اثار په تیر کې قاچاق شوي او کیندنې هم د ځینو خلکو له لوري شوي دي، اوس چې طالبانو په دې کیندنو بندیز لګولی مونږ ورڅخه خوشاله یو، ځکه تاریخي اثار ملي شتمنۍ دي او هیڅوک حق نه لري چې دا شتمنۍ قاچاق کړي، غوښتنه مو دا ده چې طالبان باید د تاریخي اثارو قاچاق کوونکو ته سزا ورکړي او هم دې د تاریخي ځآیونو ساتنې ته پاملرنه وکړي.»

بل لور ته فرهنګي فعال بازمحمد عابد وایي، چې له دې وړاندې د ننګرهار په لیرې پرتو ولسوالیو کې د تاریخي اثارو د موندنې خپلسرې کیندنې ترسره شوي او ګڼ شمیر تاریخي اثار پاکستان او یا نورو بهرنیو هیوادونو ته قاچاق شوي دي.

ښاغلي عابد اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له اطلاعاتو او کلتور وزارت او د یونسکو په ګډون له نورو نړیوالو سازمانونو غوښتنه وکړه، چې د افغانستان قاچاق شوي تاریخي اثار دې بیرته ملي موزیم ته وسپاري.

بازمحمد عابد زیاتوي: «په تیرو څو لسیزو کې د هیواد زیاتره تاریخي اثار پاکستان ته قاچاق شوي او اوسمهال هلته د پېښور په موزیم کې ایښودل شوي دي، له حکومت غوښتنه کوو چې د یادو اثارو د ترلاسه کیدو په برخه کې مرسته وکړي ترڅو زمونږ دا تاریخي اثار بیرته موزیم ته وسپارل شي او په دې برخه کې د یونسکو د سازمان ونډه مهمه ده چې دوی وکولی شي دې برخه کې همکاري وکړي.»

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مالوماتو له مخې د دې ولایت په مختلفو سیمو کې یې ۱۲۲ تاریخي ځایونه د یوې سروې له مخې تثبیت کړي چې له دوی سره یې له ډلې یوازې ۲۲ ثبت شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه