اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې دوه تنه له داعش ډلې سره د اړیکو په تور وژل شوي دي.
د سیمې یو ځایي اوسیدونکي نن (چهارشنبه، ۲۱ د تلې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، نن سهار د جلالاباد ښار څلورمې ناحیې اړوند «فارم هډې» سیمه کې د دوو وژل شویو کسانو مړي په داسې مهال موندل شوي چې سرونه یې له تنې پرې شوي وو.
سرچېنې زیاته کړې چې له وژل شویو کسانو سره یو لیک هم ایښودل شوی او په کې لیکل شوي و، چې وژل شویو کسانو له داعش ډلې سره اړیکې درلودې.
له دې څو اونۍ وړاندې هم په همدې سیمه کې دوه تنه له داعش ډلې سره د اړیکو په تور په دار ځړول شوي وو.
په همدې حال کې تیره شپه د طالبانو ملي امنیت ځواکونو د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند «سپین غر ټاور» کې عملیات ترسره کړي، چې پر مهال یې د دواړو لورو ترمنځ ډزې هم شوي دي.
خو تراوسه د طالبانو امنیتي مسوولینو د یادو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.
