ارزګان کې په لومړي ځل د ۳جي خدمتونه پیل شول

اطلاعات روز: ارزګان ولایت کې د «سلام» مخابراتې شبکې له خوا په لومړی ځل د ۳جي چوپړونه فعال شول.

د ارزګان ولايت د مخابراتو رياست د اترا مسوول احمد جاويد خپلواک اطلاعات روز ته وويل، له نن ورځې (چهارشنبه، ۲۱ د تلې) څخه به په ارزګان کې د سلام مخابراتې خدمتونه فعال شي او خلک به ورڅخه استفاده وکولی شي.

هغه وايي د اوس لپاره يې د سلام مخابراتې شبکې د (۰۱) انتن کې د سټلايټ له لارې دغه خدمتونه فعال کړي دي چې په ټيټ سرعت سره به کار کوي.

هغه وايي ياد خدمتونه يې د خلکو اړتياوو ته په کتو فعال کړي دي او هڅه به وکړي چې په راتلونکې کې په دوو نورو انتنونو کې هم دغه خدمتونه فعال کړي.

نوموړې په ارزګان کې دغه خدمتونه په لومړي ځل وبلل او زياته يې کړه چې د ۳جې د خدمتونو فعاله کيدل په ارزګان ولايت کې د خوښۍ خبر دی.

هغه وايي نورو خصوصي مخابراتي شبکو هم ژمنې کړي دي چې ارزګان کې ياد خدمتونه فعالوي.

احمدجاويد خپلواک وويل: «موږ له نن ورځې څخه په ارزګان کې د سلام مخابراتي شبکي د ۳جي خدمتونه فعال کړل. دا د ارزګان د خلکو لپاره د خوښۍ خبر دی د اوس لپاره موږ په ۰۱ انتن کې د سټلايټ له لارې دغه خدمتونه فعال کړي دي، په راتلونکي کې به يې په نورو انتنونو کې هم فعال کړو، نورو مخابراتي شبکو هم ژمنې کړي دي چې دلته به ياد خدمتونه فعال کوي د اوس لپاره به په ارزګان کې د۳جي خدمتونو سرعت کمزورۍ وي.»

په ورته مهال د دغه ولايت خلکو د يادو خدمتونو له فعاله کيدو څخه خوښ ښکاري او هيله لرې چې نورې مخابراتې شبکې هم ياد خدمتونه فعال کړي.

خلک وايي په اوسنيو وختونو کې انټرنیټي خدمتونو ته خلک زيات اړتيا لري او مسوولينو ته په کار ده چې د ۳جې خدمتونو لپاره لا زياتي هڅي وکړي او ياد خدمتونه ۴جې کړي.

په اړه یې د ارزګان ولايت اوسيدونکی وحيدالله واحيدي وايي: «موږ زيات خوښ يو چې په لومړي ځل د ۳جې د خدمتونو څخه برخمن کيږو په اوسنيو وختونو کې انټرنيټ د لاس رسۍ يو ضرورې اړتيا ده له مسولينو غوښتنه کوو چې په نورو مخابراتي شبکو کې هم دغه خدمتونه فعال کړي، نن دارزګان ټول خلک د دغو خدمتونو په فعاله کيدو سره خوښ دي.»

تردې مخکي هم د دغه ولايت اوسيدونکو په څو څو ځله له حکومت څخه د يادو خدمتونو د فعاله کيدو غوښتنه کړې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه