اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ناپيژنده وسله والو مدني فعال عبدالرحمن معاون وژلی دی.
د نوموړي د کورنۍ یو غړي او د هغه ورور شاد نور مظلوم یارنن (سهشنبه، ۲۰ د تلې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن غرمه مهال شاوخوا دولس بجې ناپيژنده وسله والو د جلالاباد ښار څلورمې ناحیې اړوند «چهل مترې» سیمه کې مدني فعال عبدالرحمن معاون په ډزو وژلی.
هغه وویل چې د ښاغلي معاون تر وژنې وروسته یې عاملین له سیمې تښتیدلي دي.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د نوموړي د وژنې مسوولیت نه دی اخیستی.
په دې وروستیو کې جلال باد ښار او ولسوالیوکې هدفي وژنو زور اخیستی، چې دې حالت ولسي خلک اندیښمن کړي دي.
