اطلاعات روز: دوه تنو چې غوښتل یې د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ اړوند سپین غر له لارې پاکستان ته په قاچاقي لاره لاړ شي، له غره لویدلي دي.
د خوږیاڼو ولسوالۍ یو قومي مشر ملک دلاور نن (دوشنبه، ۱۹ د تلې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره ورځ د ننګرهار یو اوسیدونکي چې غوښتل یې خپل ناروغه خور د درملنې په موخه د شېرزادو ولسوالۍ اړوند سپینغر له لارې کرمې اجنسۍ ته په قاچاقي ډول انتقال کړي، له یاد غره ښوېدلي.
د نوموړي په وینا چې خور او ورور دواړه مړه شوي دي.
د ښاغلي دلاور په خبره د مړو شویو کسانو جنازه هملته ځایي خلکو کړې، خو لاتر اوسه د مړیو شویو کورنۍ مالومه نه ده.
هغه وایي، د تورخم لارې له تړل کېدو وروسته زیاتره خلک له همدې لارې هڅه کوي، خپل ناروغان پاکستان ته په سختو لارو انتقال کړي.
د یادې پېښې په اړه ځایي چارواکو تراوسه څه نه دي ویلي.
په ټولنیزو رسنیو کې هم د وژل شویو کسانو مړینې د خلکو غبرګون راپارولی او له پاکستان یې غوښتي چې د تورخم لاره دې د ولسي خلکو د تګ راتګ پرمخ پرانیزي.
یاده پېښه داسې مهال رامنځته کیږي چې تېره اونۍ پاکستاني پوځیانو د سپین بولدک لارې له تړل کیدو وروسته د تورخم لاره هم د سوداګریزو توکو او د خلکو د تګ راتګ پرمخ وتړله.
