اطلاعات روز: پاکستان کې یو شمېر ګوندونو پر خپل حکومت غږ کړی چې نور د افغانستان په حالاتو کې له لاسوهنو لاس واخلي.
د مشال راډیو د راپور له مخې دغو پاکستاني ګوندونو دغه څرګندونې پرون (شنبه، ۱۷ د تلې) د دې هېواد په کراچۍ ایالت کې د افغانستان پر حالاتو جوړشوي سیمینار کې کړي او پر پاکستاني حکومت یې غږ کړی چې افغانان دې نور په خپل حال پرېږدي.
«د افغانستان پېچلي حالات او د هغه اثرات» تر سرلیک لاندې دې غونډې ته د سیاسي مشرانو ترڅنګ پوهانو، وکيلانو او ليکوالانو ويناوې کړي دي.
په غونډه کې د پاکستان پیوپلز ګوند مخکښ او د پاکستان د سنا پخوانی مشر سناتور رضا رباني، د نشنل پارټۍ مشر او د بلوچستان پخوانی وزير اعلا عبدالملک بلوڅ، د سيند قام پرسته ګوند عوامي تحریک مشر اياز لطيف پليجو او یو شمېر نور مشران موجود وو.
راپور د دې ګوندونو له خولې ویلي، دا خبره ټولې نړۍ ته په ډاکه ده چې پاکستان د طالبانو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبولی دی.
دوی په خپلو ویناوو کې د پاکستان تحريک انصاف پر مرکزي حکومت او استخباراتي ادارو سختې نيوکې کړي دي.
سناتور رضا رباني ویلي: «پاکستان پخوا هم د افغاستان په اړه غلطې فيصلې کړې وې او اوس هم د افغانستان په اړه د ايسټيبليشمنټ او رياستي ادارو تګلاره سمه نه ده.»
ده وویل، هغه خلک «ناپوهه» دي چې د افغانستان په اوسني حالت او د طالبانو په واک خوشاله دي.
ده زیاته کړه: «دا د حکومت او رياستي ادارو ناسمې پالېسیو نتيجه ده چې په بلوچستان او وزیرستان کې حالات بيا خراب شوي دي.»
د بلوچستان پخواني وزير اعلی عبدالمالک بلوڅ په خپله وينا کې ویلي، دوی غواړي چې پاکستانی حکومت او رياستي ادارې دې په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي او هغه دې پر خپل حال پريږدي.
ده ویلي: «پاکستان ته په کار ده چې د ګاونډي هيوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړي، هغه که افغانستان دی، که ایران دی او که هند دی.»
ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وویل چې پاکستان د چين لپاره ټول هيوادونه خپه کړي دي او دا د ده په وینا ښه نه ده.
د ډېوې راډیو راپور وایي، د سيند قام پرسته ګوند عوامي تحریک مشر اياز لطيف پليجو وويل چې په افغانستان کې اوس هم حالات پر ځای نه دي او که دا حالات نور هم خراب شي نو پر پاکستان به یې بد اغېز کېږي.
ده ویلي: «د حکومت لخوا تحریک طالبان پاکستان ته د عمومي بخښنې اعلان یوه خطرناکه او غلطه پریکړه ده او حکومت د داسې پریکړو کولو حق نه لري.»
د راپور له مخې د «پاک سرزمین» ګوند مشر مصطفا کمال او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو، پوهانو او وکیلانو دې غونډې ته په وینا وو کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې بهرنۍ تګلارې داسې جوړې کړې چې له ګاونډیو هیوادونو سره د پاکستان اړیکې سمې شي.
پاکستان کې د دې هېواد ګوندونو لهخوا دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د دې هېواد لومړي وزیر عمران خان په ګډون اوسنیو او پخوانیو چارواکو تل افغانستان کې د دوی لاسوهنې رد کړي دي.
