اطلاعات روز: طالبانو ویلي هغه کسان چې هندو لږهکي یې ځورولي و، د دوی سرتېرو له خوا نیول شوي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي برخې مرستیال او د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن (شنبه، د تلې ۱۷مه) ویلي دي چې دا کسان عدلي ادارې ته ورپیژندل شوي دي. هغه په دې اړه له ډیر مالومات نه دي ورکړي.
څو ورځې مخکې راپور خپور شو چې یو شمېر وسلهوال چې ځانونه يې طالب سرتیري معرفي کړي و، د کابل «کارته پروان» کې د هندو او سیکانو عبادتځای ته ورغلي ول. هغوی دا عبادتځای ویجاړ کړی او د هغوی امنیتي کامرې يې هم ماتې کړي دي.
همدارنګه دې وسلوالو د دې عبادت ځای ساتونکي هم وهلې و او څو نور يې نیولي ول.
