پاکستان د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ کې د ټولګټو پروژو پلي کېدو مخه نیسي

د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، پاکستان یې په ولسوالۍ کې د پراختیايي پروژو د پلي کیدو مخنیوی کوي.

د ننګرهار دغه ولسوالي، چې پاکستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرته ده، کله نا کله په کې پر ډیورند کرښه د تاسیساتو پر جوړولو د افغان او پاکستاني عسکرو ترمنځ څو ځلې جګړې هم شوي دي.

د یادې ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی هجرت الله ادعا کوي، چې افغان چارواکي د پاکستان په لمسون په دې ولسوالۍ کې د بیارغونې پروژې او په ځانګړي ډول دې ولسوالۍ ته دغځیدلي سړک، چې له کلونو راهیسې خراب دی د جوړویدو مخه نیسي.

نوموړی وایي، که یاد سړک ونه رغول شي، نو نه یوازې له دولت ضد وسله والو او پاکستان سره د جګړې پر مهال به افغان ځواکونه په وخت سیمې ته نشي رسېدی، بلکې د دې سیمي د اوسیدونکو باور به هم پر افغان حکومت کم شي.

هجرات الله زیاتوي: «پاکستان په ښکاره نه غواړي چې د دې ولسوالۍ سړک جوړ شي، ځکه چې کله له پاکستان سره لانجه وي نو افغان ځواکونه په وخت رسیده ګي نشي کولای.»

د یادې ولسوالۍ یو بل قومي مشر شیر خان وایي، د ننګرهار ټولو ولسوالیو ته غځیدلي سړکونه په پاخه او اساسي ډول رغول شوي، خو د دوربابا ولسوالۍ سړک له کلونو راهیسې د چارواکو د بې غورۍ له امله کندې کپر پروت دی.

هغه زیاتوي: «پاکستان نه غواړي چې دې ولسوالۍ کې بنیادي پروژې پلې شي، ځکه په بهانو سره د سړک د جوړیدو مخنیوی هم کوي او نه غواړي چې دا ولسوالۍ اباده شي.»

د دوربابا ولسوالۍ اوسېدونکي له نا متوزانې پراختیا هم دردیږي

بل لور ته ولسي استازي هم مني، چې د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې متوازن انکشاف ته پام نه کیږي.

د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ولایتي ادارې له لوري زیاتره پروژې په مرکزي ولسوالیو کې پلې کیږي او لیرې پرتې ولسوالۍ له دغو پروژو بې برخې دي.

هغه زیاته کړه: «دا یو حقیقت دی چې زیاتره پروژې د ننګرهار په مرکزي ولسوالیو کې عملي کیږي او لرې پرتو ولسوالیو ته پام نه کیږي، چې له امله یې هلته هیڅ د بیارغونې کار نه دی شوی.»

د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې دا ادعاوې ردوي، چې ګواکې پاکستان د دې ولایت په سرحدي ولسوالیو کې د پروژو مخنیوی کوي.

ښاغلی خوږیاڼی وایي، ولایتي اداره هڅه کوي چې په راتلونکي نوي کال کې په ټولو سرحدي ولسوالیو او په ځانګړي ډول دوربابا کې پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې د بیارغونې بنسټیزې پروژې پلي کړي. د نوموړي په وینا، په دې پروژو کې یادې ولسوالۍ ته د غځیدلي سړک جوړیدل هم شامل دي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «په راتلونکي کال کې په ټولو سرحدي ولسوالیو کې به د بیارغونې پروژې پلې شي، چې ډیره برخه به یې په دور بابا ولسوالۍ کې وي او هغې ولسوالۍ ته غځیدلی سړک به هم په نوي کال کې جوړ شي.»

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی

د دوربابا ولسوالۍ اوسیدونکي داسې مهال په خپلو سیمو کې د بیارغونې د پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي، چې د دې ولایت په ګڼو نورو ولسوالیو کې هم خلک له حکومت ورته شکایتونه لري او وایي، مسوولو چارواکو ورسره له ژمنو پرته هیڅ نه دي کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه