اطلاعات روز: د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې پر طالبانو ماین چاودنه یو طالب وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.
يوې ځايي باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (شنبه، ۱۷ د تلې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره ورځ ناوخته د چپرهار ولسوالۍ اړوند «ماڼو» سیمه کې د طالبانو په رینجر موټر پورې نښلول شوي ماین چاودنه کړې، چې له امله یې یو طالب وژل شوی او یو بل ټپي دی.
سرچینې زیاته کړې وژل شوی طالب قاري فیاض نومیږي او د روداتو ولسوالۍ مرستیال و. د سرچینې په وینا نوموړی چپرهار ولسوالۍ ته له خپلوانو کره تللی و، چې پرې ماین چاودنه کړې.
تراوسه د یادې پېښې په اړه ولایتي ادارې څه نه دي ویلي او نه کومې ډلې د یادې پېښې مسوولیت منلی دی.
