زابل کې د ټرافیکي پېښو زیاتوالی؛ یوازې یوه میاشت کې ۲۴۰ تنه ټپيان چې ځینې یې مړه شوي

اطلاعات روز: زابل ولایت کې روغتیایي مسوولین وایي، په يوه مياشت کې ۲۴۰ کسان په ترافيکي پيښو کې ژوبل شوي دي.

زابل ولايت چې د هېواد په جنوب کې پروت ولايت دي روغتيايي مسولين يې د ترافيکي پيښو زياتيدو ته سخته انديښمن دي او په خبره يې چې په تيره يوه مياشت کې لسګونه کسانو ته په ترافيکي پيښو کې مرکژوبله اوښتي ده.

د زابل ولايت د ولايتي روغتون سرپرست محمد داود مجددي وايي د مرکز قلات او شاوخوا سيمو څخه ۲۴۰ کسان ولايتي روغتون ته ور وړل شوي چې يو شمير کسانو يې ژوند هم له لاس ورکړی دی.

نوموړی زياتوي چې د تير په پرتله د ترافيکي پيښو دغه ډول ګراف زيات لوړ دی او په خبره يې که کنټرول نه شي د يوه کال په جريان کې به دغه شمیره ۱۵۰۰ سوه کسانو ته ورسيږي.

هغه وايي په روغتون کې شته امکانات د پخوا په پرتله کم دي او انديښمن دی که د ترافيکي پيښو کچه دغه ډول لوړه روانه وي درملنه به يې سخته شي.

هغه وويل: «په يوه مياشت کې د زابل ولايتي روغتون ته ۲۴۰ کسان د ترافيکي پيښو قربانيان راوړل شوي دي چې يو شمير کسانو يې ژوند د لاسه هم ورکړی دی. دغه شمير د تيرو وختونو په پرتله ډېره لوړه ده او موږ په دي برخه کې سخته انديښمن يو که دغه ډول حالت دوام پیداکړي په يوه کال کې به د ترافيکي پيښو شمير ۱۵۰۰ کسانو ته ورسيږي په داسي حال کې چې د ولايتي روغتون امکانات هم مخ پر کميدو دي.»

د مرکز قلات ښار اوسيدونکي وايي د وسايطو د چلوونکو د بي احتياطۍ له امله هره ورځ په ښار کې ترافيکي پيښي رامنځته کيږي.

د دغه ولايت دوه اوسيدونکو حميدالله او عبدالقوي اطلاعات روز ته وويل چې ډيرو کورنيو نقله وسايط ماشومانو ته په لاس ورکړي وي چې د هغويي د بي احتياطۍ له امله دغه ډول پيښي رامنځته کيږي.

دوی د زابل ولايت د ترافيکو رياست د مسولينو څخه غوښتنه کوي چې د ترافيکي پيښو د ګراف کښته کولو په هدف دې هغه کسان مجازات کړي چې ناقانونه لېږدوونکي وسايط چلوي.

دوی وايي د غيرقانوني چلوونکو له امله په ښار کې په ډاډه زړه تګ راتګ نه شي کولای او د ترافيکي پيښو د رامنځته کيدو څخه ويره لري.

حميدالله وويل: «په زابل کې د ترافيکي پيښو شمير خورا لوړ دی موږ ډير خلک ليدلي چې ماشومانو ته يې موټر او ياهم موټرسایکل د چلولو لپاره په لاس ورکړی وي، هغوی په ترافيکي قوانينو هم نه پوهيږي موږ د ترافيکي  مسولينو څخه غواړو چې د دغې ستونزې د حل لپاره دې لاس په کار شي او په دې برخه کې دې جدي هڅي وکړي.»

د خلکو دغه اندېښنې او غوښتنې مو د زابل ولايت د ترافيکو مديريت له مسولينو سره شریکې کړې.

د دغه ولايت د ترافیکو مشر عبدالولي هم مني چې په ښار کې د ترافيکي پيښو ګراف لوړ شوی دی، خو زياتوي چې دوی يې د مخنېوي لپاره هڅې پیل کړي دي.

هغه يې لامل ښار ته د ليريو پرستو سيمو څخه د خلکو راتلل او ماشومانو ته نقیله وسايط په لاس ورکول يادوي.

نوموړي د ترافيکي پيښو په مخنيوي کې د هر افغان مسولیت مهم ياد کړ او د نقلیه وسايطو پر چلوونکو يې غږ وکړ چې له احتياطه کار واخلي.

عبدالولي وويل: «رشتيا هم د ترافيکي پيښو شمير خورا لوړ شوی دی، دوه ستر لاملونه لري لومړی داچي ډيرو کورنيو ماشومانو ته چې هغوی په ترافيکي اصولو هم نه پوهيږي نقلیه وسايط يې د چلولو لپاره ورکړي وي دوهم لامل يې د ليري اطرافو سيمو څخه خلک ښار ته را داخل شوي دي، هغوی هم په ښار کې د موټر چلونو له اصولو سره نابلده دي، دغه د هر افغان وجداني دنده ده چې ماشومانو ته نقله وسايط د چلونو لپاره په واک کې ور نه کړي موږ هم ډيرې هڅې پیل کړي ترڅو د هغو کسانو سره قانوني چلند وکړو چې له اصولو سرغړونه کوي.»

په هېواد کې د موټرو چلونکو د بي احتياطۍ له امله هر کال ګڼ شمېر کسان خپل ژوند د لاسه ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه