پر افغانستان د امریکایي یرغل شل کاله؛ «د امریکا وتو سره هېڅ هېواد باید بیا د یرغل فکر ونه‌کړي»

اطلاعات روز: پر افغانستان د امریکایي یرغل شل کاله پوره شول. له نن شل کاله وړاندې په همدې ورځ یانې د تلې په ۱۵مه او د اکټوبر په ۷مه امریکا پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو حکومت یې راوپرځاوه.

د امریکا متحده ایالات د قطر دوحه کې طالبانو سره د سولې د تړون له مخې، اوس له افغانستانه بشپړ وتلي او طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي.

طالبانو نن (پنج‌شنبه، ۱۵ د تلې) په یوې خپره‌کړې اعلامیه کې ویلي، چې امریکا په دې یرغل سره په تېرو شلو کلونو کې امریکایي ولس ته له ځاني تلفاتو او بې‌شمېره مالي لګښتونو پرته بل څه نه لرل.

د طالبانو اعلامیه دغه‌راز وایي، چې د دې یرغل پایله کې «زرګونه» افغانان ووژل شول، معیوب او بې‌کوره شول.  

د طالبانو اعلامیه وایي: «له نن څخه پوره شل کاله مخکې په همدې ورځ  امریکا زموږ په ګران هیواد افغانستان  باندې پوځي یرغل وکړ او اسلامي امارت د ملکي هیوادوالو د تلفاتو او په ښارونو کې د تخریب د مخنیوي هدف د لنډ مهال له پاره ظاهرا له ښارونو څخه خپل ځواکونه وایستل.»

طالبانو په دې اعلامیه کې دوی سره د امریکا د سولې تړون ته په اشارې نورو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د دوی په وینا که پر افغانستان یرغل وکړي، بدو پایلو سره به مخ شي.

اعلامیه کې راغلي: «دا چې شل کاله وروسته امریکا په دوحه کې د یوه توافق له مخې زموږ له هیواد څخه خپل ځواکونه وایستل، دا ښه ګام و؛ ولې دا باید نورو ته هم واضح پیغام وي، چې زموږ په هیواد باندې هجوم راوړل، څومره بدې پایلې لري او هیڅکله یې هم په اړه باید فکر ونکړي.»

په همدې اعلامیې کې بیا طالبانو پر نړیوالو هېوادونو او سازمونونو غږ کړی چې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

اعلامیه په دې برخه کې زیاتوي چې نړیوال هېوادونه او سازمانونه دې خپلې مرستې د سیاسي فشارونو وسیله ونه ګرځوي او د شته ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې دې د صادقانه همکارۍ په روحیه د مسایلو حل ته راوړاندې شي، تر څو د دوی په وینا، په تېرو شلو کلونو د بهرنیانو د شتون پایله کې رامنځته شوې ستونزې له منځه لاړې شي او افغانان پریښودل شي د خپل هیواد د راتلونکي په اړه خپله تصمیم ونیسي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه