اطلاعات روز: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، ننګرهار کې به د تېر کال پرتله، سږکال د ځنغوزیو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی وي.
کرنې وزارت نن (پنجشنبه، ۱۵ د تلې) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، چې د دې ولايت د ځنغوزيو په سږني حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالی تر سترګو کېږي.
خبرپاڼه وایي، د چارواکو په خبره، په ۱۳۹۹ کال کې د ننګرهار د ځنغوزيو تولید ۶۲۷ ټنه وه، خو سږ کال به د ننګرهار د ځنغوزيو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي. د دوی په وینا، د اټکل له مخې د ننګرهار د ځنغوزيو له ونو به سږکال څه باندې ۷۸۳ ټنه حاصل تر لاسه شي.
د ننګرهار کرنې ریاست ویلي: «د ځنغوزيو د غوټو شکولو ۲۲۰ قیچې ګانې وېشل، د ځنګلوالۍ ټولنې جوړول، د راشکولو پر وخت د فني کسانو ګمارنه، د ځنګل دپرېکېدو مخنیوی او په غرنیزو سيمو کې د امنیت شتون د ځنغوزيو د زیاتېدو اصلي لاملونه دي.»
یاد ریاست ویلي، د ننګرهار په اتو لسواليو حصارک، شېرزاد، خوګیانو، پچیراګام، ده بالا، کوټ، اچین او سپین غر کې څه باندې ۱۱۶۰۹ هکټاره د ځنغوزيو طبیعي ځنګلونه شتون لري، چې د سیمې په ښکلا، د خلکو اقتصادي ژوند، هوا او د اقلیم په بدلون کي مثبت رول لري او دغه راز سلګونو بېوزله مېرمنو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده.
کرنې ریاست د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولینو له خولې ویلي، ننګرهار د هغو ولایتونو له ډلې دی، چې زیاته اندازه د غوزانو، ځنغوزيو او نور مېوه لرونکې اوغیر مېوه لرونکې طبیعي ځنګلونه لري، چې له دې ډلې ۱۸ سلنه یې د ځنغوزيو په ونو پوښل شوي دي.
