اطلاعات روز: تورخم ښارګوټي کې لسګونه لارۍ چې د هیواد تازه مېوې او ترکاري په کې بار دي، سوداګر یې شکایت کوي چې پاکستان هغې غاړې ته د موټرو وراوښتو پروسه ځنډنۍ پر مخ بیایي.
د سوداګرو په خبره په ځنډ د لاریو د اوښتو له کبله بار کړو میوو او ترکاریو ته لوی زیان اوړي، ځکه پر خپل وخت یې د پېښور او پاکستان نورو سیمو بازارانو ته نه شي رسولی.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستیال زلمي عظیمي اطلاعات روز ورځپانې سره په خبرو کې وویل، ستونزه د پاکستان له اړخه ده، ځکه لاریو ته ژر د ورتګ اجازه نه ورکوي چې له امله یې مېوې او ترکاري زیان ویني او بازار کې یې ارزښت کمېږي.
زلمی عظیمي زیاتوي: «هره ورځ سلګونه لارۍ چې د افغان سوداګرو تازه میوې او سبزیجات په کې بار وي په تورخم کې درول کیږي او په ځنډ پاکستان ته اوړي چې له امله یې ترکاري او تازه میوې په خپل وخت د پېښور او پاکستان بازارونو ته نه رسیږي او خپل ارزښت له لاسه ورکوي، ډیره ستونزه په پاکستاني چارواکو کې ده، چې زمونږ لارۍ په ځنډ سره اړوي او له امله یې مونږ مالي زیان وینو.»
ډاکتر مخلص یو بل سوداګر دی. هغه بیا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، که څه هم پخوا ډېر کله د سوداګرو له بار وړونکو لاریو د تورخم-جلال اباد په لاره په یو او بل نوم پېښې اخیستل کیدې، خو اوس خوښ برېښي او وایي، دغه ستونزه یې هواره شوې ده.
ډاکتر مخلص زیاته کړه: «د پخوا په پرتله اوس د تورخم په لاره کې زمونږ له سوداګریزو توکو ځینې خلک بډې هم نه اخلي او دا ستونزه حل شوې او همدارنګه د تورخم له لارې د پاکستاني توکو واردات ښه شوي، خو زمونږ صادرات څه کم شوي او علت یې هم په ځنډ د سوداګریزو موټر پاکستان اړخ ته تګ دی که دا ستونزه هم حل شی، نو سوداګر تمه لري چې سوداګري به نوره هم ښه شي او شته ستونزې به ټولې حل شي.»
په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، د تورخم او نورو سوداګریزو بندرونو له لارې پاکستان د صادراتو په برخه کې یې د افغان سودګرو ستونزه په څو ځلي له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې، خو تراوسه یې د حل په برخه کې هیڅ نه دي شوي.
نوموړی اندیښنه لري او وایي، که د پاکستان غاړې ته د لاریو د اوښتو پروسه ګړندۍ نشي نو افغان سوداګرو ته به میلیونونه ډالر زیان ورسیږي.
خان جان الکوزی زیاتوي: «مونږ په څو ځلي د افغان سوداګرو ستونزه له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې خو تراوسه په دې برخه کې هیڅ هم نه دي شوي او د سوداګرو سلګونه لارۍ چې تازه میوې او ترکارۍ په کې بار دې په ځنډ پاکستان اوړي، چې له همدې امله نه یوازې دوی ته مالي زیان اوړي، نو هیله مند یو چې یاده ستونزه پاکستاني او افغان چارواکي حل کړي.»
په ورته مهال د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړی انعام الله سمنګانی ویلي، هڅې یې پیل کړي چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې د افغان سوداګرو ستونزې له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړي او د حل په برخه کې یې همکاري وکړي.
انعام الله سمنګانی زیاتوي: «حکومت په دې هڅه کې دی چې د سوداګرو شته ستونزې په خاص ډول د تازه میوو او سبزیجاتو په برخه کې یادې ستونزې د بهرنیو چارو وزارت له لارې له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي او د حل په برخه کې یې کار وکړي او هم به د تعرفي د کموالي په برخه کې بحث ولري څو وکولای شو، تعرفه راکمه شي او سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي.»
د تازه مېوې او ترکارۍ سربېره تورخم دروازې ته نږدې په ګڼ شمېر سره د شوکاڼي لارۍ هم ولاړې دي او چلوونکي یې وایي، دوی هم له ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای چې ژر هغې غاړې ته خپل مالونه انتقال کړي.
که څه هم له پاکستان سره د افغانستان په سوداګرۍ کې د پخوا په پرتله یو څه زیاتوالی راغلی او پاکستان حکومت تازه اعلان کړی چې له افغانستان څخه يې د مېوې په صادراتو کې ۱۷ سلنه ګمرکي تعرفه کمه کړې او تمه کېږي چې په دې سره به سوداګرۍ کې نوره هم پراختیا رامنځ ته شي.
