پکتیا کې د کرکټ لوبغاړي له کرکټ بورډ د سرپټې اکاډمي غوښتنه کوي

اطلاعات روز: پکتیا کې د کرکټ لوبغاړي وايي، د کرکټ بورډ له خوا له دوی سره بار، بار  ژمنې شوې، خو لایې هم ستونزو ته رسېدنه نه دی شوې

نن سه شنبه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د سویل ختیځ زون په کچه د کرکټ لوبغاړو د روزنې لپاره اکاډمي جوړه او نن یې پرانیسته وشوه، چې لوبغاړو ته به په کې په وړیا ډول لوبه ور زده کول کیږي.

پکتیا یو له هغو ولایتونو ده، چې د کال زیاتې میاشتې یې هوا سړه وي، لوبغاړي د اکاډمۍ په جوړېدو خوښ دي، خو وايي، چې د دې ولایت ساړه موسم ته په کتو دې ورته سرپټې اکاډمي هم جوړه شي.

نیازولي ځدراڼ اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د پکتیا ولایت زیاتره لوبغاړي د لوبې زده کړې لپاره شخصي اکاډمیو ته د تمرین لپاره ورځي.

هغه وویل: «مونږ هغه ولایت لرو، چې چې فقت د شپږو میاشتو لپاره یې موسم برابر وي، نور ډېر وخت باران او یا هم د ژمي موسم وي، چې نشو کولی، خپلو تمرینونو ته دوام ورکړو، که کرکټ بورډ راته سرپټې اکاډمۍ جوړه کړي، نو ستونزې به مو ورسره هوارې شي.»

د پکتیا ولایتي لوبډلې لوبغاړي په مرکز کرکټ بورډ نیوکه کوي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ورسره د معیاري لوبغالي او نورو امکاناتو برابرېدو ژمنې کوي، خو تر اوسه یې نه دي عملي کړې، د دې لوبې یو بل لوبغاړي عزت الله ځاځي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی د لوبو لپاره لاهم معیاري لوبغالی نه لري او نه هم ورسره کړې ژمنې عملي شوې دي.

نوموړی وايي: «مونږ په مرکزي کرکټ بورډ له دې امله نیوکه او ترې ګیله کوو، چې له تېرو لسو کلونو راهیسې راسره په بېلابېلو برخو کې د مسوولینو له خوا ژمنې کیږي، خو شل سلنه یې هم نه دي عملي کړې، مثلا: مونږ ته باید ښه لوبغالی جوړ شوی وای، په نورو ولایتونو کې د لوبو ترسره کولو لپاره چانس برابر شوی وای، خو تر اوس داسې نه دي شوي.»

د مرکز ګردېز اوسېدونکی او د کرکټ لوبغاړی کامران بیا وايي، که دلته ورته امکانات برابر شي، نو د نورو ولایتونو په څېر به په پکتیا کې هم د کرکټ لوبه وده وکړي او د هیواد په کچه لوبډلو ته به په کې وړ لوبغاړي پیدا شي.

کامران وویل: «ستونزې ډېرې زیاتې دي، کله چې مونږ په نورو ولایتونو کې تمرین کوو، هلته دومره چانس نه راته راکوي، که په خپل ولایت کې امکانات راته برابر شي، نو یو خو به په دې ولایت کې لوبه وده وکړي او بله مسله دا ده، چې ملي، الف او ۱۹ کلونو لوبډلو ته به له پکتیا ښه لوبغاړي پیدا شي.»

په همدې حال کې بیا د کرکټ بورډ مسوولین هم په پکتیا کې د کرکټ لوبغاړو ځینې ستونزې پرځای بولي او د حل ډاډ یې ورکوي، د مرکزي کرکټ بورډ د پراختیا څانګې مسوول فردوس غني وویل، چې په کرکټ اداره کې اصلاحات راغلي او له دې وروسته به لوبغاړو ته د هغوی له وړتیاوو سره سم امتیازات ورکول کیږي، نوموړي په پکتیا کې د لوبغالي ستونزو حل او لوبغاړو ته په نورو ولایتونو کې د لوبو اسانتیاوو برابرېدو ډاډ هم ورکړ .

غني وویل: «په کرکټ بورډ کې چې پخوا څه تېر شوي د هغه قضاوت به ولس او لوبغاړو ته پرېږو، اوس مونږ ډاډ درکوو، چې حق به حقدار ته سپارل کیږي او کومې ستونزې چې اوس د پکتیا لوبغاړي لري، نو د حل لاره به ورته لټوو.»

اوس مهال په پکتیا کې له ۴۰ ډېر د کرکټ کلبونه شتون لري، خو د معیاري لوبغالو او نورو اسانتیاوو د نشتون له امله په ډېرو سختو شرایطو کې لوبې ترسره کوي، شاوخوا شپږ کاله وړاندې په مرکز ګردېز کې د زون په کچه د لوبغاړي چارې پیل شوې، خو د پراخه فساد او نه پاملرنې له امله یې کارونه لاهم نه دي بشپړ شوي او لوبو ته نه دی چمتو شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه