اطلاعات روز: د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله والو د یو جومات خطیب د لمانځه پر مهال وژلی دی.
د لغمان د اطلاعاتو کلتور ریاست مسوولین هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، تېر ماښام ناوخته (سهشنبه، ۱۳ د تلې) د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند «چهارباغ» سیمه کې د یوې جامع جومات خطیب نور الوهاب د ناپيژنده وسله والو له لوري د لمانځه پرمهال وژل شوی دی.
په یاد ریاست کې دغه سرچینه وایي، چې له وژنې وروسته وژونکي له سیمې تښتیدلي دي.
سرچینه وایي، وژل شوی ملا امام د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ اوسیدونکی و.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
