اطلاعات روز: د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې ماین چاودنې د طالبانو د ښېوې ولسوال حمزه په ګډون ۳ تنه ټپیان کړي دي.
یوې ځایي حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (چهارشنبه، ۱۴ تلې) اطلاعات روز ته وویل، چې تیره شپه شاوخوا اته نیمې بجې د کامې ولسوالۍ په «قلعه اخند» سیمه کې د سړک غاړې ځای پر ځای شوی ماین د ښېوې د ولسوال پر رینجر موټر چاودنه کړې، چې له مله یې د ښیوې د ولسوال «حمزه» په ګډون درې طالبان ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې د طالبانو رینجر موټر له سړکه تیریده چې پرمهال یې یاده پېښه رامنځته شوې ده.
د ننګرهار د سیمه ییز روغتون مسوولینو هم ویلي چې د تیرې شپې د چاودنې له ځایه ورته څلور ټپیان راوړل شوي خو دا یې ونه ویل، چې ټپیان څوک دي.
همدا شان نن سهار تازه د لغمان هډې سیمه کې ناپيژنده وسله والو پر طالبانو برید کړی چې پرمهال یې دوه طالبان وژل شوي او درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
په دې وروستیو کې جلال اباد ښار کې هدفي وژنو، بمي چاودنو زور اخیستی چې خلک یې اندیښمن کړي دي.
که څه هم تراوسه د یادو پېښو مسوولیت چا نه دی منلی، خو له دې وړاندې د یو شمیر پېښو پړه داعش ډلې په غاړه اخیستې وه.
