د ښوونکي نړیواله ورځ؛ اقتصادي ستونزو ډېری ښوونکي دندې پرېښودو ته اړ کړي

خبریال: جان‌اغا صالح

ننګرهار کې د ښوونکي نړیواله ورځ ونمانځل شوه. نمانځغونده کې د پوهنې ریاست د چارواکو سربیره  د دې ولایت د بیلابیلو ښوونځیو ښوونکو هم ګډون کړی وو.

د ښوونکو د درییو میاشتو معاشونه ځنډېدل، په ښوونځیو کې د ښوونکو سربیره د کتابونو کمښت او ښوونکو ته د نمرو نه ورکړه هغه پوښتنې دي، چې د پوهنې ریاست چارواکو نن (سه‌شنبه، ۱۳ د تلې) د ښوونکو نړیوالې ورځې نمانځغونده کې ځواب کړې.

ننګرهارميشتې ښوونکي شکایت کوي چې له تیرو درییو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخيستي او له همدې امله له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي.

د نورګل په نامه یو ښوونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، زیاتره ښوونکي د اقتصادي ستونزو له امله دندو پریښودو ته اړ شوي دي.

نورګل زیاته کړه: «د ننګرهار ټولو ښوونځیو ښوونکو ته درې میاشتې وشوې چې معاشونه نه دې ورکړل شوي، چې له امله یې ښوونکي له اقتصادي اړخه سخت ځپل شوي.»

ننګرهارميشتې ښوونکي شکایت کوي چې له تیرو درییو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخيستي او له همدې امله له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي.

ښوونکو د طالبانو له حکومته غوښتنه کوله چې باید معاشوه یې ژر ورکړي، څو وکولای شي د ژوند چارې پرې مخ یوسې. دوی وایي، ډېری ښوونکي له بې معاشۍ تنګ او دندو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په ورته وخت کې بیا د ښوونکو د کمښت ستونزه هم تر ډېره کلونه کېږي چې د ښوونځیو مسوولین ترې شکایت لري.

ښوونکي شفیق الله وایي، که د پوهنې ریاست د ښوونکو د کمښت ترڅنګ د کتابونو ستونزه هم حل کړي نو ټکنی تدريسي بهير به لا ښه پرمخ لاړ شي.

شفیق الله زیاتوي: «ننګرهار کې د ښوونکو کمبود ستونزه هم ډیره ده مخکې قراردادي ښوونکي وو، د هغوی قرارداد هم پوره شو نو اوس ټول فشار په پاتې ښوونکو دی چې هر یو ښوونکي باندې څو ساعتونه حواله شوي او دوی هر یو څو ساعته تدریس کوي او د دې ترڅنګ د کتابونو کمبود هم بله ستونزه ده هیله ده چې یاده برخه کې د پوهنې ریاست مسوولین جدي کار ترسره کړي او یاده ستونزه حل کړي.»

ښوونکو د طالبانو له حکومته غوښتنه کوله چې باید معاشوه یې ژر ورکړي، څو وکولای شي د ژوند چارې پرې مخ یوسې. دوی وایي، ډېری ښوونکي له بې معاشۍ تنګ او دندو پرېښودو ته اړ شوي دي.

بل لورته بیا د پوهنې رییس مفتي حبیب حضرت حقاني سه شنبه د ښوونکو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وينا کې ښوونکو ته ډاډ ورکړ، چې ژر به دوی ته د تېرو ۳ میاشتونه معاشونه ورکړي.

نوموړی وایې له دې سره سره به په دې ولایت کې د ښوونکو د کمښت ستونزه هم حل کړي.

مفتي حبیب حضرت حقاني زیاته کړه: «ننګرهار کې به د ښوونکو د تیرو درییو میاشتو پاتې معاشونه په نیږدې راتلوونکې کې ورکړل شي او دې برخه کې مونږ هم جدي کار پیل کړی دا ستونزه مو له مرکز کابل سره شریکه کړې او همدارنګه د ښوونکو د کمبود ستونزې هم د حل په لارو چارو بوخت یو.»

د پوهنې ریاست مسوولین دغه راز د کتابونو د کمښت ستونزه هم مني او ډاډ ورکوي، چې نوي چاپ شوي کتابونه به ډېر ژر په ښوونځیو او زده کوونکو ووېشل شي.

مفتي حبیب حضرت حقاني د نویو ښوونکو د ګمارنې پروسه کې د شفافيت خبر ورکوي او وایي، د تیر حکومت پرمهال ځینې ښوونکی د پيسو په بدل کې پر دندو ګمارل شوي، خو اوس به یې د استعداد په بنسټ وګماري.

مفتي حبیب حضرت حقاني زیاته کړه: «د ښوونکو د کمبود ستونزه هم حل کیږي انشاالله خو لږ وخت به ونیسي او همدارنګه نوې کتابونه چاپ شوي، چې نیږدې وخت کې به په ټولو ښوونځیو کې پر زده کوونکو وویشل شی او همدارنګه د تیر نظام پرمهال مونږ مالومات لرو چې ښوونکي د استعداد له مخې نه بلکې د رشوت په مقابل کې پر دندو ګمارل کیدل خو زمونږ په راتګ سره به شته ستونزې حل شي.»

بل لورته بیا د پوهنې رییس مفتي حبیب حضرت حقاني سه شنبه د ښوونکو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وينا کې ښوونکو ته ډاډ ورکړ، چې ژر به دوی ته د تېرو ۳ میاشتونه معاشونه ورکړي.

ننګرهار کې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ټولګي پیل شوي او لا تراوسه له شپږم ټولګي پورته د ټولګیو برخلیک نه دی مالوم.

پوهنې وزارت دوه اونۍ وړاندې د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو یاد وزات خبر ورکړی چې د نجونو د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو د پرانیستلو په اړه یې په یوې ځانګړې طرحې کار کوي چې لا تراوسه وروستۍ شوې نه ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه