اطلاعات روز: د وسله والو طالبانو او تېر حکومت ترمنځ جګړه تر ډېره د ملکي خلکو په کورونو کې وه، چې طالبانو د حکومتې سرتېرو د پرمختګ مخنیوي لپاره له ځمکنيو ماينونو څخه استفاده کوله.
د ارزګان اوسيدونکي د طالبانو د تېرو ښخ کړل شوو ماينونو څخه وېره لري او زياتوي چې ناچاوده توکي د ملکي خلکو ژوند ګواښي.
حاجي شفيع الله چې کور يې د ارزګان په «دهيک» سيمه کې دی، خپل کور ته ځکه تراوسه نه دی ستون شوی چې د طالبانو لخوا د تېر حکومت سرتېرو ته د ښخ کړل شوو ماينونو څخه ويريږي.
نوموړی وايي، په يو شمير سيمو کې د طالبانو ښخ کړل شوو ماينونه پر ملکي خلکو چاودنې کړي دي او مرګژوبله يې اړولې ده.
شفيع الله وويل: «زه دهیک د سيمي اوسيدونکي يمه، کله چې جګړې زموږ سيمو ته راغلي زه اړ شومه چې خپله سيمه پريږدمه. هغه وخت طالبانو زموږ په کور لارو او کوڅو کې د حکومتې سرتيرو د پرمختګ مخنېوي لپاره پراخ ماينونه ښخ کړي وه چې تر اوسه دغه ناچاوده توکي پاتې دي. زه هم له همدې ویرې تراوسه خپلې سيمي ته نه يمه ګډه شوی. زما غوښتنه له طالبانو څخه دغه ده چې زموږ لارې کوڅې دې د ماينونو څخه پاکې کړي.»
د ارزګان امنيه قومندان ملا عبدالله حاجي بشير وايي، دوی په ټول توان هڅې پیل کړي دي چې هغه ښخ کړل شوي ماينونه د ملکي خلکو له کورونو وباسي چې طالبانو د تير حکومت سرتيرو ته ښخ کړي وه.
هغه وايي د يو شمير ماينونو پاکولو د موسساتو له مسوولينو سره هم غږېدلي دي او هڅه کوي چې د ماين پاکۍ ارګانونه ته په سيمو کې د کار کولو زمينه برابره کړي.
ملا عبدالله حاجي بشير وايي: «رشتيا هم زموږ مجاهدينو د حکومت عسکرو د پرمختګ د مخنېوي لپاره په يو شمير سيمو کې ځمکني ماينونه ښخ کړي دي. موږ هم دغه موضوع اوس تعقیب کوو.»
نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو د ماين پاکۍ ټيم به ډېر ژير خپل کارونه پيل کړي. هغه وایي سربېره پر دې یې د ماين پاکولو د يو شمير موسساتو سره هم اړيکي نيولي دي چې د ناچاوده توکو کنټرول په برخه کې ورسره همکاري وکړي.»
د ترينکوټ د روغتون سرپرست مشر ضياالرحمن نيازي د اطلاعات روز سره په يوې مرکه کې وويل چې د څه باندي يوې مياشتي راهیسي ولايتي روغتون ته لسګونه د طالبانو د ښخ کړل شوو ماينونو قربانيان وروړل شوي دي.
هغه د طالبانو ناچاوده توکي د خطر ډک او د ملکي خلکو لپاره د انديښنې وړ يادوي.
دارزګان ترڅنګ د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې خلګ له ورته ستونزو سره مخ دي او طالبانو څخه غوښتنه کوي چې دغه ډول ستونزې يې ورته حل کړي.
