اطلاعات روز: ننګرهار کې د یو خصوصي پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو ۸۵ ښځینه زده کړیالانې فارغې شوې. تازه فارغې زده کړیالانې له طالبانو غوښتنه کوي، چې انجونو ته د زده کړو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
ښځینه زده کړیالانو دغه څرګندونې نن (دوشنبه، ۱۲ د تلې) ننګرهار کې د روښان خصوصي پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو څخه د ۸۵ ښځینه زده کړیالانو په فراغت غونډه کې وکړې.
د فارغو شویو زده کړیالانو له ډلې سایرې سلیم اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، زده کړې د نجونو حق دی او شته نظام دې ښځینه وو ته د زده کړو پّه برخه کې خنډونه نه جوړوي.
سایرا سلیم زیاته کړه: «په اوسني نظام کې د میرمنو پر وړاندې لوی خنډونه د زده کړو په برخه کې انې بهانې دي، چې په یو او بل نوم له زده کړو محرومیږي د میرمنو غوښتنه دا ده چې دوی ته د زده کړو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي، څو دوی وکولای شي زده کړې ترسره کړي.»
یو بله ښځينه محصله ثنا اطلاعات رزو ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، زیاتره انجونې د لوړو د زده کړو هیله لري، خو پر وړاندې یې لوی خنډونه کلتوري محدودیتونه، اقتصادي ستونزې او د خصوصي پوهنتونونو له لوري لوړ فیس یادوي.
ثنا زیاته کړه: «زیاتره نجونې غواړي چې لوړې زده کړې وکړي، خو لا هم د ټولنې کلتوري محدودیتونه د دې لامل شوي چې د زده کړو پر وړاندې یې ورته خنډونه پیدا کړي او دوی نشي کولای چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، نو زمونږ غوښتنه دا ده چې په یادو برخو کې د خصوصي پوهنتونو ادارې هم یو ځانګړی تخفیف د نجونو لپاره علان کړي تر څو دوی وکولای شي زده کړې وکړي.»

په ورته مهال د روښان خصوصی پوهنتون رییس فاتح ګل شینواری وایي، د هیواد خصوصي پوهنتونونو مسوولینو د خلکو اوسني وضعیت ته په کتو په داسې یوې طرحه کار پیل کړی چې له مخې به یې غریبو محصلینو ته هم د زده کړو زمینه برابره شي.
فاتح ګل شینواري زیاته کړه: «د هیواد خصوصي پوهنتونو اتحادیې په یوې داسې طرحه کار پیل کړی چې له مخې به یې په خصوصي پوهنتونو کې د زده کړیالانو فیسونه راکم او بیوزله محصلین به هم وکولای شي چې لوړې زده کړې په خصوصي پوهنتونو کې ترلاسه کړي او همدې اونۍ کې به د هیواد په ټولو خصوصي پوهنتونو کې شاوخوا ۶۰ زره زده کوونکي چې په دولتي کانکور ازموینه کې بې پایلې شوي وو، په مختلفو پوهنتونو کې به جذب او لوړې زده کړې به ترسره کړي.»
بل لور ته پوهنې وزارت دوه اونۍ وړاندې د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو یاد وزات خبر ورکړی چې د انجونو د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو په پرانیستلو په یوې ځانګړې طرحې کار کوي چې لا تراوسه وروستۍ شوې نه ده.
