اطلاعات روز: طالبانو په خوست ولایت کې د «UNHCR» په مالي لګښت د دوو ښوونځیو جوړېدو چارې پیل کړې.
تېره ورځ (یکشنبه، ۱۱ د تلې) د خوست ولایت په مرکز او قلموال سیمو کې د «۷۴۰۰۰۰» اوو لکه او څلوېښت زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوو ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې.
د پرانېستې مراسمو ته د یونیسیار نړیوالې موسسې مسوولینو وویل، چې د یادو دوو ښوونځیو ترڅنګ یې د دې سیمو له ۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته هم کړې ده.
د همدې موسسې ولایتي مسوول ایوب اندیال وايي، چې د ښوونځیو جوړېدونکې ودانیو ته یې اړونده امکانات هم په نظر کې نیولي دي. هغه زیاتوي، چې دوی به د دې پروژو ترڅنک د خوست ولایت په بېلابېلو برخو کې نورې رغنیزې پروژې هم پیل کړي.
نوموړی وايي: «مونږ له دې وړاندې هم په خوست ولایت کې فعالیت درلود، په بېلابېلو برخو کې مو د پوهنې له بهیر سره همکاري کړې ده او نن مو هم دوو ښوونځیو ته د ودانۍ جوړېدو چارې پیل کړې او همدارنګه مو له ۵۰۰ بې وزلو کورنیو سره نغدي مرسته، چې هرې کورنۍ ته ۱۹۵ امریکايي ډالر ځانګړي شوي و، ورکړل شول.»
د خوست والي مولوي محمد نبي عمري وايي، چې د جوړېدونکو ودانیو راغنیزې چارې به د ۵ میاشتو په کاري موده کې بشپړې شي، د نوموړي په خبره، چې د دې ودانیو ټول کارونه به له قرارداد سره سم په ښه کیفیت ترسره کیږي.
عمري وویل: «خوشبختانه چې نن مونږ په خوست کې د دوو مهمو پروژو چې هغه د ښوونځي ودانۍ دي، د جوړېدو چارې یې پیلوو، نو په دې کې چوکۍ، میزونه، لابراتوار او نور اړین وسایل هم په پام کې نیول شوي، د دې ترڅنګ هره ودانۍ ۲۰ درسي خونې لري.»
د سیمې اوسېدونکي په دې کار خوښ دي او وايي، له دې وړاندې سلګونه زده کوونکو په ډېرو سختو شرایطو کې زده کړې کولې. د قلموال سیمې یو تن قومي مخور علي شاه وویل، چې د سیمې ټول خلک یې دا لېوالتیا لري، چې په خپلو ماشومانو زده کړې وکړي.
هغه وویل: «زمونږ ماشومانو دلته په ډېرو سختو شرایطو کې درسونه ویل، کله به باران و او کله به هم تر سخت لمر لاندې او ډېری وخت به د همدې ستونزو له امله ښوونځی رخصت و، نو اوس چې ودانۍ جوړیږي، د زده کوونکو ستونزې به هم ورسره هوارې شي.»
خوست د هیواد له هغو ولایتونو ته چې اوسېدونکو یې زده کړو ته د پام وړ مخه کړې، خو لاهم د دې ولایت په ډیری ولسوالیو کې زده کوونکي په سختو شرایطو کې د زده کړو بهیر په مخ وړي.
