اطلاعات روز: د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد وايي چې د کابل ښار په اوولسمې حوزه کې د داعش ډلې یو مرکز یې له منځه وړی دی.
مجاهد په یو ټوېټ کې لیکلي چې د د داعشیانو د دې مرکز له منځه وړلو لپاره د طالبانو د ځانګړې قطعې دغه عملیات تېره شپه (یکشنبه، ۱۱ د تلې) پر لاره اچول شوي ول.
د هغه په وینا، د دې کامیابه عملیاتو په پایله کې د داعش مرکز په بشپړه توګه له منځه وړل شوی او په دې مرکز کې شته داعشیان ووژل شول.
هغه د داعش د مرګ ژوبلي په اړه مالومات وړاندې کړي نه دي.
دا په داسي حال کې ده چې تیره ورځ د کابل د عیدګاه جومات ته څیرمه، هغه ځای کې چې د ذبیح الله مجاهد د مور فاتحه په کې روانه وه، یوه چاودنه وشوه.
د مرګژوبلې بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي. بي بي سي فارسي د اتو وژل شويو او ۲۰ ټپيانو او فرانسې خبري اژانس د راپور پر اساس د پنځو وژل شويو او ټپيانو راپور ورکړی دی. تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
