اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د ازبکستان له سفیر یادګار خواجه شادمانوف او همکارانو سره يې لیدنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې دا لیدنه نن غرمه (شنبه، د تلې ۱۰مه) ترسره شوه او په دې کې دواړه خواوو د ازبکستان او کابل ترمنځ د الوتنو پر سر بحث وکړ.
همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او په کابل کې د ازبکستان سفیر پر دوه اړخیزو اړیکو او د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې د جلال الدین محمد بلخي د هوايي ډګر په بیارغونه خبری اترې کړيی دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسد په ۲۴مه د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته، د دواړو هیوادونو تر منځ التونې بندې شوې وې. دې ډلې د تلې په ۳مه اعلان وکړ چې د کابل هوايي ډګر تخنیکي ستونزي حل شوي دي او دا ډګر د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره چمتو دی.
دې ډلې همدارنګه ویلې و چې د ټولو هوايي شرکتونو او هیوادونو څخه يې تمه دا ده تر څو نړیوالې الوتنې بیرته پیل کړي.
