د امریکا دفاع وزارت: افغانستان کې هوایي بریدونو لپاره طالبانو سره همغږۍ ته اړتیا نه لرو

اطلاعات روز: د امریکا متحده ایالاتو د فاع وزارت (پنتاګون) ویاند جان اف کربي ویلي، چې د دې هېواد نظامیان افغانستان کې پر داعش او القاعدې د بریدونو ترسره کولو لپاره، په بشپړ واک کار کوي.

ښاغلي کربي دا موضوع تېره ورځ (جمعه، د تلې ۲مه) د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان اسمان د طالبانو د هوایي قلمرو په توګه پیژني، دا مسله راپورته کړه. هغه وویل چې دا مهال په هوایي بریدونو کې له طالبانو سره د همغږۍ اړتیا نشته.

هغه زیاته کړه: «پرته له دې چې د هوایي بریدونو په اړه توضیحات ورکړم ، زه باید ووایم چې دا مهال له طالبانو سره همغږۍ ته اړتیا نشته او زه خیال هم نشم کولی چې په راتلونکي کې به د ترهګرۍ ضد بریدونه د دوی په اجازې پورې اړه ولري.»

کربي دا هم وویل چې متحده ایالات د ترهګرۍ ضد عملیاتو بشپړ واک ساتي او په راتلونکي کې د خپلو وړتیاوو په ساتلو باوري دی.

دا څرګندونې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت لخوا په داسې وخت کې شوي چې القاعده چې د راپورونو له مخې بیرته راژوندۍ شوې، د طالبانو یو له متحدو ډلو بلل کیږي.

د دوحې د لاسلیک شوي تړون‌لیک پر اساس د امریکا او طالبانو ترمنځ  طالبان باید خپلي اړیکې له القاعدې سره پرې کړې وی، خو د ځینو راپورونو پر بنسټ، له هغې ډلې د ملګرو ملتونو راپور وایي چې طالبانو پر دې ژمنې عمل نه دی کړی.

له بلې خوا امریکا په داسې حال کې د هوایي بریدونو ترسره کولو کې پر بشپړ واک ټینګار کوي چې د اګسټ په ۲۸مه کابل کې د دې هېواد هوایي برید کې، لږ تر لږه لس ملکي وګړي چې اووه په کې ماشومان ول، ووژل شول.

امریکا پیل کې ویلي ول چې په دې برید کې یې د داعشیانو په ځانمرګي تورن یو کس موخه ګرځولی، خو وروسته یې وویلې چې برید کې تېروتي او ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه