اطلاعات روز: د جنوبي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه (سارک) چې باید تر راتلونکې درېو ورځو پوري په امریکا کې جوړه شي، په دې غونډه کې د طالبانو پر ګډون د پاکستان د ټینګار له امله، لغوه شوه.
په سارک سازمان کې څو متعبرو سرچینو ««News 18 ته ویلي چې پاکستان د سارک غړو هیوادونو څخه غوښتي ول، څو طالبانو ته یې اجازه ورکړې وی چې خپل استازی دې غونډې ته ورولېږي. خو دا غوښتنه د دې سازمان د ډیرو غړو له مخالتونو سره مخ شوې ده.
همدارنګه د هغوي په وینا، په دې غونډه کې د افغانستان د مخکیني دولت د نه ګډون غوښتنه هم د دې سازمان د ډېری غړیو هېوادونو له خوا رد شوې ده.
دې سرچینې ټینګار کړی چې دا موضوعات د دې لامل شول تر څو د دې سازمان د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دا غونډه لغوه شي. ټاکل شوې وه دغه غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د سپتمبر په ۲۵مه (راتلونکې شنبه) د امریکا په نیویارک کې ترسره شي.
تېر کال هم د سارک د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د کورونا ویروس د خپریدو له امله نه وه جوړه شوې.
دا سازمان په کال ۱۹۸۵ کال کې د سویلي اسیا د خلکو هوساینې لپاره د همکارۍ لوړولو په موخه رامنځته شو. افغانستان په رسمي ډول په ۲۰۰۷ کال کې د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړ. دغهراز بامیان ولایت د سارک کلتوري پلازمېنې په توګه د ۲۰۱۵ کال لپاره اعلان شو.
