اطلاعات روز: د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د «للمۍ» په نوم د یوې مدني ټولنې غړي راپورته شوي او د هغه سړک د جوړولو چارې یې پیل کړې، چې له کلونو راهیسې پرې تلونکي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ و.
دا سړک چې څلور کلیو مټره اوږدوالی لري، د خوست هوايي ډګر – للمۍ سیمې ترمنځ موقعیت لري، چې اوس یې هوارۍ او جغل اچونې چارې روانې دي.
د للمۍ مدني ټولنې مشر ګل والي اطلاعات روز ته وویل، چې یاد شاوخوا ۴ کیلو میتره سړک له تېرو څو لسیزو راهیسې پخپل حال پاتې شوی و او په خبره یې چې د موټر تګ – رتتګ پرې ډېر ستونزمن و.
هغه وايي، په جوړېدونکي سړک یې له شخصي لګښت او د سیمې د اوسېدونکو په مټ تر اوسه شاوخوا ۴۰ زره افغانۍ مصرف کړې، نوموړی زیاتوي، چې په خپله سیمه کې د ځايي خلکو د ستونزو حل په موخه ځینې نورې ګټورې پروژې هم پیل کړي.
ګل ولي وايي: «مونږ د للمۍ مدني ټولنې ټول غړي د دې سړک د هوارۍ او جغل اچونې لپاره هڅې کړې، له خلکو مو هم د دې لپاره پیسې راټولې کړې، ځکه دا یوه عام المنفعه پروژه ده، چې پخوا ورسره خلک سخت په ستونزه کې و، دا سړک څلور کیلو مټره اوږدوالی لري، چې د للمۍ – هوايي ډګر ترمنځ پروت دی، تر اوسه مو پر ۳۷۰۰۰ افغانۍ یا له دې زیات مصرف کړی دی.»
د دې ټولنې ځینې نورو غوي بیا وايي، چې تېر نظام ورسره څو ځله د یاد سړک د رغېدو ژمنه کړې، خو عملي کار یې ورباندې پیل نه کړ.
د د طالبانو له ولایتي چارواکو غوښتنه کوي، چې د للمۍ سیمه ته همدا غځېدلی سړک په اساسي ټول پوخ کړي، تر څو د خلکو ستونزې ورسره د تل لپاره هوارې شي.

د للمۍ مدني ټولنې غړی ایمان ګل اطلاعات روز سره په خبرو کې زیاته کړه، چې دوی په خپله سیمه کې د کوچنیو ستونزو د هواري توان لري، خو نوموړی له طالب چارواکو د هغو ستونزو هواري غوښتنه کوي، چې حل یې د دوی له توان پورته وي.
هغه وویل: «مونږ ټول ځوانان نن هم د دې لپاره راوتلي یو، چې خپلې سیمې ته خدمت وکړو، په خپله سیمه کې مو خلکو ته د اوبو څاګانې اېستلې، ښوونځیو ته مو قرطاسیه اخیستې او ځینې نور هم کارونه مو ترسره کړي، چې خلکو ته په کې خیر وي، بیا به هم خپلې سیمې او خلکو ته خدمت کوو او د دوی د ستونزو هواري لپاره به هڅې وکړو.»
په همدې حال کې بیا د للمي سیمې مشران وايي، په همدې سړک هره ورځ په سلګونه کورنۍ تګ راتګ کوي، په رغولو یې خوښ دي او وايي، ستونزې به یې ورسره هوارې شي، کومې چې پخوا یې نشوای کولی، خپل ناروغان پر وخت روغتونونو ته ورسوي، له ډلې یې ولي جان سرحدي اطلاعات روز ته وویل، کوم سړک چې ځوانانو یې د هواري او رغولو چارې پیل کړې، له کلونو راهیسې کنډ کپر پروت و، هغه وايي، ناروغان یې روغتون ته د وړلو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ کېدل او د موټرو عوارض یې بله ستونزه یاده کړه.
هغه وویل: «دا سړک چې اوس یې د جوړېدو کار روان دی، یعنې هغه برخې یې که تاسو ووینئ، نو په رښتیا هم د تګ وړ نه دی، چې یو څوک دې ورباندې زړه ښه کړي، کله به مو چې ناروغ ولاره، نو هغه به روغتون ته په وړلو کې لا زیات ناروغ او له ستونزو سره به مخ شو، خو زمونږ د ځوانانو دې کور ودان وي، چې تل یې د ولس ستونزو هواري ته ملا تړلې ده.»

د دې سیمې یو بل قومي مشر محمد عزیز بیا له خپلو ځوانانو د مننې ترڅنګ په طالب چارواکو غږ کوي، چې د سړک ترڅنګ یې ګڼو نورو ستونزو هواري لپاره کوټلي ګامونه واخلي، خو طالبانو بیا ویلي، چې د حالت له نورمال کېدو وروسته به رغنیزې پروژې پیلوي او هغه چې کارونه یې نیمګړي دي، د بشپړېدو لپاره به یې هڅې وکړي.
قومي مشر محمد عزیز په دې اړه داسې وویل: «که دا سړک دوی پوخ نه کړ او ورباندې یې جغل واچوه، نو خلک اوس داسې فکر کوي، چې پوخ ده، ځکه پخوا ډېر خراب و، موټرې په کې په یو ځل تګ- راتګ خرابېدې او ناروغان مو هم په وخت نه شوای لېږدولی، نو اوس له طالبانو غواړو، چې د پخولو لپاره یې لاس په کار شي.»
د یادولو ده چې، للمۍ مدنې ټولنې تر دې وړاندې هم، د سرکونو له رغونې سربیره، د څښاک پاکو اوبو لپاره د څاه ګانو ایستلو، عام المنفعه ځایونو کې د سلګونه نیالګیو کینولو او له بې وزلو کورنیو سره د نغدي او خوراکي توکو په برخه کې د پام وړ مرستې او همکارۍ ترسره کړې دي، خو دا لومړۍ ټولنه هم نه ده، دې ته ورته په خوست ښار، ګربزو، ځاځي میدان او ځینو نورو ولسوالیو کې ځوانانو له خپل شخصي پیسو ویجاړ پولونه، خامې کوڅې او پلچکونه، ښوونځیو ته ودانۍ رغولې دي.
