اطلاعات روز: د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین ذبیحالله مجاهد وايي چې د سرپرستې کابینې د لوړې مراسم لغوه شوي دي.
ښاغلي مجاهد نن (سهشنبه، د وږي ۳۰مه) په یوې خبري ناسته کې وويل چې د حکومت رهبري پریکړه کړې چې د وخت ضایع کېدو مخنیوي لپاره یې د تحلیف مراسم لغوه کړي او د وزارتونو مسوولین به نېغ په نېغه خپلو کارونو ته ورځي.
دا په داسي حال کې ده چې تېره ورځ د باختر خبری اژانس د چارو ادارې عمومي ریاست سرپرست احمد جان احمدي په خولې راپور خپور کړ، چې د سرپرستې کابینې د لوړې مراسم به ډېر ژر تر سره شي.
دې خبري اژانس دا هم ویلي و چې طالبانو د کابینې غړو د لوړې مراسمو ترسره کولو لپاره یو ځانګړی کمېسیون چمتو کړی دی.
د طالبانو سرپرسته کابینه د وږي په ۱۶مه اعلان شوه. د دې کابینې نوملړ نن د عامې روغتیا او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو لپاره د دوو سرپرستانو په اعلان سره، تکمیل شوه.
