د اقتصادي ستونزو ډېرېدل؛ ګردېز کې دوو تنو ځان‌وژنه کړې

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت مرکز ګردېز اړوند دولتزويو او باغکې سيمو کې دوو تنو ځان وژنه کړې، ځايي خلکو يې لامل اقتصادي ستونزې بللې دي.

ځایي سرچینې وایي، نن (دوشنبه، ۲۹ د وږي) سهار مهال لومړی پېښه د دولتزويو سيمې په غونډۍ کلي کې شوې. د دې سيمې يو تن اوسېدونکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله اطلاعات روز ته وويل، د صديق الله په نوم يو ځوان له هغه وروسته ځان په دار کړی، چې د اقتصادي ستونزو له امله يې د خوراکي توکو د رانيولو توان نه درلود.

د ځان وژنې دویمه پېښه په باغکې سيمه کې رامنځته شوې. هلته هم يو کس ځان وژنه کړې، خو د لامل په اړه يې تر اوسه مالومات نه دي ورکړل شوي. طالبان هم په دولتزيو سيمه کې د رامنځته شوې پېښې پخلی کوي.

په دې اړه د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ريس خالقيار احمدزي اطلاعات روز ته وويل، چې د صديق الله په نوم ځوان په نشه يي توکو روږدی و او په تېر نظام کې يې د ملي پوليسو په ليکو کې هم دنده ترسره کړې وه.  نوموړي دا تر اوسه نه دی تاييد کړې، چې ياد کس اقتصادي ستونزې هم درلودې او کنه.

دا په داسې حال کې ده، چې د هيواد د ځينو نورو ولايتونو په څېر پکتيا کې هم خلک د خوراکي او سون توکو د بيو له لوړوالي سر ټکوي. ورسره بیا په ټول هېواد کې ډېری خلک بې‌کاره شوي هم دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه