اطلاعات روز: ننګرهار کې د پاکستان قونسلګري وایي، د دې هېواد د خوراکي او طبي توکو مرستې د تورخم له لارې ننګرهار ته راورسېدې.
ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ چارواکي وایي، چې د پاکستان د خلکو او حکومت له خوا په مرستو بار د روغتيايي او خوراکي توکو ۱۷ لارۍ نن (یکشنبه، ۲۸ د وږي) د تورخم له لارې افغانستان ته راورسېدې.
سرچینې زیاته کړې چې دغه مرستې د بشردوستۍ له مخې پاکستاني حکومت له افغانستان سره کړې دي. تېره اونۍ هم پاکستان د تورخم له لارې له افغان ولس سره ورته مرسته کړې وه.
اخوا خلک بیا ټینګار کوي چې شوې مرستې دې پر اړمنو کورنیو وویشل شي.
له پاکستان پرته ځینو نورو هېوادونو هم د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته، خپلې بشري مرستې کابل او ځینو ولایتونو ته رسولي دي.
