طالبانو پکتيا کې د لومړنۍ رغنيزې پروژې چارې پيل کړې

اطلاعات روز: پکتیا کې د یونسیف په مالي لګښت سلګونه کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو پروژه پیل شوه.

د اوبو رسولو ياده شبکه چې د پکتیا ولايت په مرکز ګردېز کې یې نن (یکشنبه، ۲۸ د وږي) عملاً چارې پیل شوې، سلګونه کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه ورسوي.

په دې ولايت کې د طالبانو ولايتي مسوولين وايي په همدې پروژه څه باندې پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د جوړېدو چارې به یې په څلورو میاشتو کاري موده کې بشپړې شي.

د سیمې خلک د یونسیف موسسې له دې اقدامه خوښي څرګندوي او وايي، چې د دې پروژې په تکمېلېدو سره به یې د پاکو اوبو برخه کې ګڼې ستونزې هوارې شي.

نور ګل چې له کلونو راهيسې په ياده سيمه کې د پاکو اوبو له نه شتون سر ټکاوه، وويل چې دوی به د دې پروژې په فعالېدو سره وکولی شي، چې په ښه او اسانه ډول له پاکو اوبو برخمن شي.

پکتيا کې د طالبانو ولايتي چارواکي وایي، دوی به د دې او ورته نورو پروژو په سمه توګه نظارت او څارنه کوي او په وينا يې چې نور موسسات به هم وهڅوي تر څو په دې ولایت کې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات ترسره کړي.

د نظام له بدلون وروسته دا په پکتيا کې لومړنۍ رغنيزه پروژه ده، چې د جوړېدو چارې يې پيليږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه