اطلاعات روز: د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د یوې وسله والې نښتې پرمهال څلور تنه ټپیان شوي دي.
ځایي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط نن (یکشنبه، ۲۸ د وږي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره شپه شاوخوا ۸ بجې د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د «ککل باجوړو» سیمه کې وسله والو د «ګل دین» په نامه د یو ځایي اوسېدونکي پر کور برید کړی، چې پر مهال یې د دواړو خواوو ترمنځ نښته شوې ده.
د سرچینې د مالوماتو له مخې په یاده نښته کې د ګل دین په ګډون د نوموړي د کورنۍ څلور تنه ټپیان شوي او ویل کیږي مقابل لور ته یې هم مرګ ژوبله اړولې، خو دقیق مالومات نه لري.
د سرچینې د مالوماتو له مخې پر ګل دين د «داعش» او «سلفيتوب» تور دی او يو ځل د تېر حکومت پر مهال په همدې تور بندي شوی هم و.
تراوسه ولایتي ادارې په دې اړه څه نه دي ویلي.
